طالبانو بغلان کې اوه کسان په ډزو وژلي

صبح کابل
طالبانو بغلان کې اوه کسان په ډزو وژلي

وسله والو طالبانو په بغلان کې اوه کسان په ډزو وژلي دي. دا پیښه تېره شپه( د جمعې شپه)  په خنجان ولسوالۍ کې له تراویح لمانځه وروسته  شوې ده.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت وایي طالبانو د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې اوه کسان د تراویح لمانځه تر ادا کولو وروسته کورته د تګ پروخت په ډزو وژلي دي. بشارت وایي په دوی کې دوه ماشومان هم شامل دي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي:« طالب ترهګر له دغه عمل وروسته د پولیسو له خوا وژل شوي چې د دوو مړي یې د خنجان ولسوالۍ د پولیسو لاس ته ورغلي دي.»

په بغلان کې محلي مسوولین وایي د طالبانو دا کار د خلکو له تند غبرګون سره مخ شوی او هغه یې د روژې په میاشت کې یو وحشیانه جنایت بللی دی.

 د سیمې اوسیدونکي وایي په روژه کې د عبادت پروخت دا ډول کړنې د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.  بغلان د هېواد په شمال ختیځ کې د شمال په لویه لاره پروت ولایت دی چې په دې وروستیو اونیو کې پکې د وسله والو طالبانو فعالیتونه ډېر شوي دي.

دا کسان په امنیتي پوستو د بریدونو ترڅنګ د شمال په لویه لاره هم وخت ناوخته په پوځي او اکمالاتي کاروانونو بریدونه کوي.