د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي د دغه وزارت د دوهم کرنیزلومړیتوب برنامې په همکارۍ یې په بلخ کې د هګۍ اچونکو او غوښینو مړزانو یو فارم ته پراختیا ورکړې چې ښه پایله یې ورکړې ده.
دا فارم د کرنۍ او مالدارۍ وزارت په اویا سلنه او خصوصي سکتور په دېرش سلنه ونډه په ۹۰۰ متره مربع ځمکه جوړ شوی دی.
د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي دوه کاله کیږي چې فعالیت کوي او هرکال شاوخوا ۳۰۰۰ مړزانو پالنه کیږي.
نجیب الله چې د بلخ په نهرشاهي ولسوالۍ کې یې دا فارم د کرنې وزارت په همکارۍ جوړ کړی وایي په پيل کې د بریښنا د نشتوالي او نورو لاملونو له امله له ستونزو سره مخ وو، خو بیا یې هم په یوه دوره کې د ۱۰۰۰ مړزانو د ایستلو ظرفیت درلود.
هغه وایي له کله یې چې فارم د سولري بریښنا په ماشینونو سمبال کړی نو د مړزانو د ایستلو ظرفیت یې لوړشوی دی:« مخکې مو له هګیو څخه د زرو مړزانو د ایستلو ظرفیت درلود، خو د کرنې وزارت په نوې پانګونې سره دا ظرفیت ۵ زره مړزانو ته لوړشوی دی.»
د دوهم ملي لومړیتوب د ملاتړې برنامې مسوول نجیب الله سعیدي وایي دا فارم یې په نویو تجهیزاتو سمبال کړی دی.
سعیدي وایي:« فارم د چرګوړو د ایستلو په ماشین، د دانۍ ژرندې او سولري بريښنا سیستم سمبال شوی چې ټولې پرې شاوخوا ۶۸۹ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.»
نوموړی وایي د سوداګریز پلان له مخې دا فارم په یوه کال کې د مړزانو د ۳۶ زره هګیو، ۸ زره غوښینو مړزانو او ۱۵ زره نورو مړزانو د ایستلو ظرفیت لري چې په منځني ډول به د دې توکو له پلور څخه دوه میلیونه او ۷۲۰ زره افغانۍ ترلاسه کیږي.
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالوماتو له مخې په دغه ولایت کې د مړزانو پینځه لوی فارمونه فعالیت کوي.
بلخ په هېواد کې د مړزانو په غوښه او هګیو تولیدولو کې تر نورو ولایتونو مخکې دی. د مړزانو د غوښې او هګیو نه یوازې په کورونو کې د خلکو له خوا کار اخیستل کیږي، بلکې په ډېرو رستورانتونو کې هم ترې کار اخلي.