د چین او افغانستان د نښلوونکي سړک کار پینځلس سلنه مخکې تللی

نجیب مایار
د چین او افغانستان د نښلوونکي سړک کار پینځلس سلنه مخکې تللی

د افغانستان او چین ترمنځ د یواځیني سړک پر جوړولو کار دوام لري. دا سړک چې ۴۹،۷ کیلومتره اوږدوالی لري د بدخشان د پامیر د « بزهای ګنبد خور » له سیمې پيل او د بدخشان د واخان ولسوالۍ تر پایه غځیدلی دی چې نیژدې د چین پولې ته رسیږي.

د افغانستان د فواید عامې وزارت وایي د دغه سړک د جوړولو کار تراوسه ۱۵ سلنه مخکې تللی دی.

دا سړک د افغانستان دولت د راتلونکې پلان له مخې د واخان د کوریدور یوه برخه جوړوي چې په وسیله یې افغانستان سیمه ییز اتصال او د اقتصاد پرمحور سیاست ته څوګامه نور هم نیژدې کوي.

واخان په بدخشان کې یوه غرنۍ سیمه ده چې تردې وړاندې ورته د نقلیه واسطو رسیدنه ناشونې وه.

د افغانستان د فواید عامې وزارت اوس غواړي دا کریړ شوی سړک جوړ کړي، ترڅو په راتلونکې کې په اساسي ډول پوخ او له چین سره یو معیاري ترانزیتي لاره شي.

دا سړک چې افغانستان له چین سره نښلوي د فواید عامې وزارت له خوا په ۳۶۹ میلیونه افغانۍ د دولت له بودجې جوړیږي او له ۲۲ سیمه ییزو شوراګانو سره یې هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

واخان ولسوالي د بدخشان په لوړو کې واقع ده چې د هېواد له نورو سیمو سره یې اقلیمي شرایط توپیر لري، له همدې امله یې ځینې سیمې سړې او په ځینو کې حتی تر ډېره پورې واوره وي، نو ځکه کارونه په ځنډ مخکې ځي.

د فواید عامې وزارت وایي په هغو سیمو کې چې هوا معتدله ده کارونه ښه روان دي.

د واخان لاره د افغانستان او چین ترمنځ یواځینۍ لنډه لاره بلل کیږي چې د هغه له لارې سوداګریزه راکړه ورکړه کیدای شي.

 د دې لارې په جوړېدو سره به افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې یو نوی فصل پرانیستل شي او دا لاره کولای شي په سوداګرۍ سربېره د ګرځندوی په برخه کې هم د پام وړ ظرفیت رامنځ ته کړي.

د بدخشان واخان د سیلانیانو له پاره هم د پام وړ او د لیدو وړسیمې لري.