هېواد کې د کرونا ویروس ۳۰۳ نوې پيښې ثبت شوې

صبح کابل
هېواد کې د کرونا ویروس ۳۰۳ نوې پيښې ثبت شوې

په افغانستان کې په کرونا ویروس ۱۱ اخته کسان مړه شوي او ۳۰۳ نورپرې اخته شوې دي. د عامې روغتیا وزارت وایي په دې سره په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبت پیښو شمېر۶۴ زره او ۱۲۲ کسانو ته رسیږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سه شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په تېروڅلورویشتو ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۰۳ مثبت پيښې ثبت شوې دي.

د کرونا ویروس دا پیښې په کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، کندز، نیمروز، فاریاب، پروان، هلمند، بامیان، میدان وردګ، بدخشان، دایکندي، غزني، کونړ، لغمان، پنجشیر، زابل، ارزګان، خوست او فراه ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت خبرپاڼه وایي په دې موده کې د کرونا ویروس له امله ۱۱ کسان مړه شوي دي.

په دې سره په هېواد کې په کووید ۱۹ ناروغۍ د مړو شویو کسانو شمېر دوه زره او ۷۶۲ ته رسیږي. دا کسان په کابل، هرات، کندهار، هلمند، لغمان او پنجشیر ولایتونو کې مړه شوي دي.

 همدا راز په تیره یوه شپه او ورځ کې په کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، پکتیا، هلمند، میدان وردک، دایکندي، غزني، پکتیکا او نورستان کې ۱۰۸ کسان تر رغېدو وروسته له روغتون رخصت شوي دي.

په هېواد کې له کووید ۱۹ ناروغۍ څخه د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ۵۵ زره او ۱۱۸ ته رسیږي.