د اسلام کلا بندر د اورلګېدنې زیانمنو ته اته میلیون ډالره ورکول کیږي

صبح کابل
د اسلام کلا بندر د اورلګېدنې زیانمنو ته اته میلیون ډالره ورکول کیږي

د مالیې وزارت د هغو موټرو خاوندانو ته اته میلیون ډالر ورکوي چې د اسلام کلا په ګمرک کې زیانمن شوي دي. د مالیې وزارت سرپرست محمدخالد پاینده د اسلام کلا په ګمرک کې د اورلګېدنې په پیښه کې د سوځېدلو موټرو له خاوندانو سره  د شنبې په ورځ د ( غبرګولي ۸) په کتنه کې دا موضوع څرګنده کړې ده.

په دې کتنه کې پیښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزیر او د اسلام کلا بندر د اورلګیدو پيښې د څیړلو د لوړ پوړي حکومتي پلاوي رییس غلام بهاوالدین جیلاني، د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثاراحمد غوریاني، د جمهور رییس د لومړي مرستیال سلاکار هارون میر او د ولسي جرګې د شکایتونو د اورېدو د کمیسیون رییس محمد صادق قادري هم حضور درلود.

د حکومت دغه لوړ پوړي پلاوي د موټرو له خاوندانو سره ژمنه کړې چې حکومت له دوی سره همکارۍ ته ژمن دی او مشروع غوښتنې به یې ومني.

د مالیې وزارت سرپرست د ترانسپورتي شرکتونو له استازو غوښتي چې دا پیسې په عادلانه ډول په زیانمنو کسانو وویشي.

د هرات په اسلام کلا بندر کې د روان کال د سلواغې په ۲۵ مه اور ولګېد چې له امله یې نیژدې زر بار وړونکي موټر او ټانکرونه وسوځېدل. اټکل کیږي چې په دې پیښه کې سوداګرو او د موټرو مالکانو ته له سل میلیون افغانیو ډېر زیان اوښتی وي.