هېواد کې ۶۸۴ ټنه شیرین بویه ترلاسه شوې 

صبح کابل
هېواد کې ۶۸۴ ټنه شیرین بویه ترلاسه شوې 

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي په ۱۳۹۹ کال کې په هېواد کې ۶۸۴ ټنه شیرین بویه ترلاسه شوې ده. وزارت وایي دا محصول له یو زر او ۲۸۶ هکتاره ځمکې څخه ترلاسه شوی دی.

شیرین بویه په هغو سیمو کې زرغونیږي چې هلته د اورښت کچه په کال کې له ۴۰۰ تر ۱۱۶۰ ملي مترو پورې رسیږي. په دې سیمو کې ډېر کله دا بوټی په خپله زرغونیږي.

شیرین بویه په مهمو طبي نباتاتو کې راځي چې د افغانستان په شمالي او مرکزي  سیمو کې زرغونیږي.

دا بوټی په وحشي او طبیعي بڼه په بدخشان، تخار، کندز، بلخ، جوزجان، فاریاب، سرپل، هرات، بامیان او بادغیس کې ډېره موندل کیږي، او بیلابیلې بڼې لري.

په هغو ولایتونو کې چې ډېر کسان پکې د شیرین بویې په ټولولو، پلور او صادرولو بوخت دي، بدخشان، تخار، کندز، بلخ، جوزجان، فاریاب، سرپل، هرات ، بامیان او بادغیس دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي شیرین بویه په بادغیس کې  ښه وده کوي. د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د  کرنیزو چارو آمر عبدالعلیم ساجد وایي: شیرین بویه په لوړو سیمو کې شته چې په وحشي یا طبیعي توګه شنه شوې، خو په مصنوعي ډول تراوسه د چا له خوا نه ده کرل شوې.

د بادغیس د کرنې او مالدارۍ ریاست د مالوماتو له مخې په دغه ولایت کې شاوخوا شپږ زره هکتاره ځمکه د شیرین بویې بوټي زرغونیږي.

د بادغیس جوند، قادس، مقر او آب کمري هغه ولسوالۍ دي چې شیرین بویه پکې ښه وده کوي.

پردې سربېره په بدخشان کې هم شیرین بویه ډېره پیدا کیږي، خو د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي تراوسه د دغه بوټي کرنه نه ده دود شوې.

د بدخشان د کرنې، اوبو لګونې اومالدارۍ رییس سید معین الدین وایي دا بوټی په وحشي او طبیعي ډول په غرنیو سیمو کې شته او خلک تراوسه ورنه په کرنیزه بڼه استفاده نکوي.

د بدخشان واخان، زیرک او اشکاشم هغه ولسوالۍ دي چې شیرین بویه لري، خو تراوسه په سوداګریزه بڼه یې پیراو پلور نه کیږي.