طالبان د افغانستان په قوانینو کې هیڅ داسې څه نشي موندلای چې د اسلام خلاف وي. د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي تر سولې وروسته د جګړې د قربانیانو له پاره د عدالت د پلې کېدو په اړه ویلي طالبان د قوانینو په برخه کې عمومي او ټولیزې خبرې کوي او په اوسنیو قوانینو کې هیڅ داسې څه نشي موندلای چې هغه د اسلام خلاف وي.
ښاغلي معنوي ویلي دا ډله د نړیوالو ژمنو په برخه کې ښايي ځینې ملاحظات ولري چې پرې بحث ته اړتیا ده.
د عدلیې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر له نوې مرستیالې مېرمن «مت کاتسن» سره په کتنه کې دغه راز ویلي د جرمونو نړیواله محکمه له ۲۰۰۷ کال وروسته په افغانستان کې د شویو جرمونو زرګونه قضیې په واک کې لري چې په افغانستان کې د جګړو د قربانیانو له پاره د عدالت په ټینګښت کې همکاري وکړي.
په دې کتنه کې چې د چهارشنبې په ورځ ( د غویي ۲۹ ) شوې معنوي ویلي: د اړتیا په صورت کې به په افغانستان کې د دوو وروستیو خونړیو پیښو لوګر او سیدالشهدا ښوونځي قضیې هم د نړیوالو جرمونو له محکمې سره شریکې شي.
هغه ویلي دولت په دې برخه کې خپلې لومړنۍ څیړنې بشپړوي او د اړتیا په صورت کې به د نړیوالو جرمونو د محکمې همکاري هم وغواړي
افغانستان دولت په ۲۰۰۳ کال کې د جزا د نړیوالې محکمې غړیتوب ترلاسه کړی او نړیوال جرمونه یې په خپلو جزایي کودونو کې شامل کړي دي.
په افغانستان کې د یوناما دفتر مرستیالې هم څرګنده کړې چې د افغانستان خلک باید پوه شي چې دا جنایتونه چا کړي او د ملګرو ملتونو دریځ په دې برخه کې روښانه دی :«هیڅکله باید د نړیوالو جرمونو عاملین له قید او شرط پرته معاف نشي.»
د عدلیې وزارت وایي په دې کتنه کې د عدلیې وزیر ټینګار کړی چې د مجرمینو د محاکمې په برخه کې د دولت اراده قوي ده او هیڅ مجبوریت به د عدالت د تطبیق مخه ونه نیسي.
په دې کتنه کې د انلاین محاکمې په اړه هم خبرې شوې دي.
په افغانستان کې د یوناما مرستیالي ویلي په پام کې ده د لومړي ځل له پاره په ننګرهار کې دا ډول یوه محاکمه ترسره شي.