زهیر: پینځه زره تاریخي آبدات ترمیم ته اړتیا لري

صبح کابل
زهیر: پینځه زره تاریخي آبدات ترمیم ته اړتیا لري

هغه ۳۳ لرغوني آثار موزیم ته وسپارل شول چې له بهره راوړل شوي وو.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهرزهیر وایي دا آثار په امریکا کې له قاچاقګرو ضبط شوي و چې په واشنګتن کې د افغانستان سفارت له لارې کابل ته رالیږدول شوي دي.

دا لرغوني آثار د بهرنیو چارو وزارت د استازي له خوا د پنجشنبې په ورځ ملي موزیم ته سپارل شوي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د بهرنیو چارو وزارت او په واشنګتن کې د افغانستان سفارت دوامداره هڅې وستایلې او له دوی یې د دغو آثارو د بیرته راستنولو په برخه کې د هڅو مننه وکړه.

هغه دا د افغانستان د خلکو له پاره یوه لویه لاس ته راوړنه وبلله.

 ښاغلي زهیر وویل:« په اویایمه لسیزه کې له ۱۰۰ زرو ډېر د ملي موزیم تاریخي آثار غلا او لوټ شول او اوس یې هم یو ګڼ شمېر تاریخي او لرغوني آبدات د له منځه تلو له خطرسره مخ دي.

د هغه په وینا له پینځو زرو ډېر تاریخي او فرهنګ آبدات شته چې ډېر یې بیارغونې او ترمیم ته اړتیا لري او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به د دغه فرهنګي میراثونو په ساتنه کې هېڅ راز هڅې ونه سپموي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د افغانستان له ټولو خلکو او په تېره بیا امنیتي او دفاعي ځواکونو وغوښتل چې د تاریخي او لرغونو آثارو په ساتنه کې چې ملي شتمني ده او د قاچاق او غیرقانوني کیندنو په مخنیوي کې همکاري وکړي.

د افغانستان د ملي موزیم رییس محمد فهیم رحیمي وایي په دې لرغونو آثارو کې ډبرینې او خاورینې مجسمې او لوښي شامل دي چې ښایي د ځینو لرغونتوب بودایي، هندویي او اسلامي دورو ته ورسیږي.

د ملي موزیم د رییس د مالوماتو له مخې  له ۲۰۰۲ کال را په دېخوا تراوسه ۱۰ زره او ۵۰۰ قلمه تاریخي آثار له بهر څخه بېرته راوړل شوي او دغه موزیم ته سپارل شوي دي.