نی: د حکومت سیاسي منتقدین باید د «شکمنو، ترهګرو» په نامه ونه ځپل شي

صبح کابل
نی: د حکومت سیاسي منتقدین باید د «شکمنو، ترهګرو» په نامه ونه ځپل شي

د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې د کورنیو چارو وزارت او د خواله رسنیو د پاڼو له مدیرانو غوښتي چې د خواله رسنیو له خبري ګروپونو د کورنیو چارو وزارت په اند د «شکمنو» کسانو د ایستلو په بهیرکې د بیان آزادۍ او خلکو آزادي په پام کې ونیسي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي:« یو شمېر ترهګر د خبریالانو په نومونو په خبري ګروپونو کې شامل شوي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو پرضد تبلیغي او فعالیت کوي.»

دغه وزارت په خپله اعلامیه کې د واتساپ د خبري ګروپونو له مسوولینو( ادمینانو) څخه غوښتي چې خپل خبري ګروپونه له دا ډول شکمنو او بې هویته کسان پاک کړي.

د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کورنیو چارو له وزارت او د خواله او ټولنیزو شبکو د ګروپونو له مدیرانو غوښتي چې په دې برخه کې چې هرګام اخلي باید د بیان آزادي او د خلکو آزادي په پام کې ونیسي.

«نی» وایي دا باید تضمین شي چې که داسې کار کیږي باید د حکومت د برنامو منتقدین او مخالفینو ته زیان ونه رسیږي او دا ډول کسان باید د ګروپونو او خواله رسنیو د ډلو له غړیتوب محروم نشي.

د کورنیو چارو وزا رت په داسې حال کې دا ډول اعلامیه خپروي چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې تاوتریخوالی ډیرشوی او خبریالان تل نیوکه کوي چې امنیتي بنسټونه او په تیره بیا د کورنیو چارو وزارت خبریالانو ته د مالوماتو په ورکولو کې ناغیړي کوي.

د خواله رسنیو ځینو کارونکو په دې اړه اندیښنه ښودلې چې د حکومتي سیاستونو ځینې منتقدین ښایي په دې نامه غواړي وځپي.