غني: د طبي تجهیزاتو د ورکې عاملین به په شل کاله بند محکوم کړم

صبح کابل
غني: د طبي تجهیزاتو د ورکې عاملین به په شل کاله بند محکوم کړم

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د درېیمې څپې سره د مبارزې په برخه کې د چمتووالي لارې چارې وارزولې.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټروحید مجروح د ویډیو کنفرانس له لارې له ولایتي رییسانو سره د کرونا ویروس د درېیمې څپې د چمتو والي او په دې برخه کې د حکومت رهبرۍ سپارښتنې او تدابیر شریک کړل او له دوی یې د پلې کیدو غوښتنه وکړه.

 ښاغلي مجروح وویل د لوړ عمر او هغو کسانو ته د کرونا واکسین په تطبیق کې باید  لومړیتوب ورکړل شي چې دوامداره ناروغي لري.

هغه همدا راز سپارښتنه کړې چې هغه کسان باید بیرته استخدام شي چې مخکې یې په دې برخه کې کار کړی، خو له پامه غورځول شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وایي په ټولو ولایتونو کې په روغتونو او د کووید ۱۹ درملنې په مرکزونو کې د طبي تجهیزاتو موجودیت ارزول کیږي.

ډاکټر مجروح همدا راز رییسانو ته ویلي چې جمهوررییس غني د کورنیوچارو وزارت ته لارښوونه کړې چې بهر ته د طبي تجهیزاتو د قاچاق مخه ونیسي:«

که چېرې په روغتیايي مرکزونو کې د اکسیجن یو بالون او طبي تجهیزات ورک شوي وي مسؤول کس به په ۲۰ کاله بند محکوم کړي.»

په دې ویډیو کنفرانس کې د کرونا ویروس پروړاندې د مبارزې د تخنیکي کمیټو مسوولینو او د عامې روغتیا ولایتي رییسانو د کرونا ویروس د درېیمې څپې د مخنیوي په برخه کې د شویو اقداماتو په اړه مالومات ورکړل.