مسوولین: د غزني په آب بند کې امنیتي ځواکونه له دوو پوستو په خپله وتلي

صبح کابل
مسوولین: د غزني په آب بند کې امنیتي ځواکونه له دوو پوستو په خپله وتلي

د غزني په آب بند ولسوالۍ کې دوې امنیتي پوستې طالبانو نیولې دي. د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده وایي د آب بند د «سرفراز قلعې» او «آنتن » پوستې تېره شپه د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د مخنیوي له کبله پریښودل شوې دي.

جمعه زاده صبح کابل ورځپاڼې ته وویل:« پرون سهار ۰۴:۰۰ بجو طالبانو له څو لورو په دې پوستو برید وکړ چې د تېرې شپې تر اتو بجو یې دوام وکړ، ۱۴ طالبان وژل شوي ۷ ټپیان شوي، درېیو سرتیرو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نورټپیان شوي دي.»

جمعه زاده زیاتوي:« د پولیسو او پاڅونوالو دوې پوستې د امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه پریښودل شوې  او ټول تجهیزات یې د آب بند امنیي قوماندانۍ ته لیږدول شوي دي.»

خو طالبانو ادعا کړې چې د آب بند ولسوالۍ د امنیي قومانداني او یوه پوسته یې نیولي دي.

د والي ویاند وایي طالبان ملکي خلک د سپر په توګه کاروي او د خلکو له کورونو او د استوګنې له سیمو څخه په امنیتي ځواکونو ډزې کوي چې له امله یې په وسله والو طالبانو هوایي او نور بریدونه ټکني شوي دي.