محب: شیخ رشید ستایو او نورو زړورو پاکستانیانو ته اړتیا لرو

صبح کابل
محب: شیخ رشید ستایو او نورو زړورو پاکستانیانو ته اړتیا لرو

د افغانستان حکومت د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر شیخ رشید احمد وروستۍ څرګندونې وستایلې. د افغانستان د جمهور رییس د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن دوشنبه( چنګاښ ۷مه) په خپل ټویټر لیکلي د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر دا کارستایي:
ښاغلي محب لیکلي:« زه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ستایم چې له طالبانو د پاکستان ملاتړ افشا کوي. موږ لا زړورو پاکستانیانو ته اړتیا لرو چې پر افغانستان د بریدونو پر ضد خبرې وکړي.»
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد د پاکستان له یوه خصوصي تلویزیون جیو نیوز سره خبرو کې ویلي چې د افغان طالبانو کورنۍ په پاکستان کې اوسي.
رشید زیاته کړې چې د افغان طالبانو کورنۍ د اسلام اباد په حدودو ، روات، لوی بیر، باره کهو، تر نول او ځینو نورو سیموکې اوسیږي.
شېخ رشید احمد دغه راز ویلي چې د افغان طالبانو مړي په پاکستان کې خاورو ته سپارل کیږي او د ټپيانو درملنه یې هم هلته کیږي.
وسله والو طالبانو تراوسه د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر د دې څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د کابینې یو غړی او لوپوړی پاکستانی چارواکی په هغه هیواد کې د افغان طالبانو د اوسیدو له چارې پرده پورته کوي.
پاکستان حکومت تردې وړاندې دا ډول څرګندونې تل رد کړې دي.
د افغانستان حکومت هم تل په پاکستان کې د طالبانو په شتون او له هغوی څخه د دغه هېواد په ملاتړ نیوکه کړې او له پاکستان یې غوښتي چې دا ملاتړ ودروي.