په هېواد کې د درېیو لویو او عصري مسلخونو د جوړولو چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به پرانیستل شي. د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي دا مسلخونه د هېواد په درېیو لویو ښارونو کابل، هرات او بلخ کې جوړ شوي دي.
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي صبح کابل ورځپاڼې ته وویل:« دا مسلخونه په یوه کاري شفت کې د ۳۰۰ غوایانو او ۱۵۰۰ پسونو او وزو د حلالولو ظرفیت لري.»
ښاغلی رستمي وایي دا مسلخونه د اسیا پرمختیایي بانک په مالي مرسته په یو میلیارد او ۳۸۶ میلیونه افغانۍ په عصري او معیاري بڼه جوړ شوي دي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د دې مسلخونو د جوړولو موخه د غذایي خوندیتوب ډېروالی، د عمیاري او روغتیایي حیواني محصولاتو برابرول، د انسانانو او څارویو د ګډو ناروغیو د خورېدو مخنیوی، د چاپېریال د ککړتیا مخنیوی او خلکو ته د کار زمینې برابرول ګڼي.
د دغه مسلخونو د کار په پیلېدو سره به د ښاري ککړتیا ستونزه هم حل او خلکو ته به د تازه او صحي غوښې د برابرېدو امکانات برابر شي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي په دې کې د څارویو په حلالولو سربېره د غوښې د پروسس مرکز او سړخونې هم شته.
په کابل کې دا نوی مسلخ د شکر درې په ولسوالۍ کې جوړشوی دی، په دې سره په کابل کې د داډول مسلخونو شمېر دوو ته رسیږي.
تردې وړاندې د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا د کابل په ریشخور کې د یوه معیاري مسلخ د جوړولو چارې بشپړې کړې او د جمهور رییس غني له خوا پرانیستل شو.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د مالوماتو له مخې په کندز کې هم د یوه مسلخ په جوړولو کار دوام لري چې راتلونکې به یې چارې بشپړې او پرانیستل شي.