ه کندهار کې بېځایه شویو کورنیو له پاره پینځه روغتیایي مرکزونه او دوه ښوونځي جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي دا روغتیایي کلنیکونه او ښوونځي د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له خوا جوړ شوي او تېره اونۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دا روغتیایي کلنیکونه او ښوونځي بېځایه شویو کورنیو د ستونزو د حل او آسانتیاوو برابرولو په موخه جوړ شوي دي.
خبرپاڼه وایي د دغه مرکزونو او ښوونځیو جوړول د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په هڅو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې په مالي لګښت بشپړشوي دي.
د وروستیو جګړو له امله کندهار ښار ته ګڼې کورنۍ را کډه شوې چې د امکاناتو د نشتوالي له امله له ستونزو ډک ژوند کوي.
محلي مسوولین وایي دا روغتیایي کلنیکونه او ښوونځي به د دغو کورنیو روغتیایي ستونزو او د ماشومانو له پاره د زده کړې د ځای د نشتوالي ستونزه حل کړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست خبرپاڼه وایي:« دا روغتیایي مرکزونه د کندهارښار په اوومې او نهمې ناحیو کې په ټولیز لګښت ۱۴ میلیونه افغانۍ جوړ شوي دي چې د پنجشنبې پر ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارل شول، همدا راز د شهید عظیم الله او مرغان لومړی نمبر ښوونځی د کندهار ښار په اتمه او نهمه ناحیه کې په ټولیز لګښت ۴۲۷ زره او ۴۴۷ ډالرو په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي چې د سه شنبې پر ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.»
د کندهار محلي مسوولینو د ملګرو ملتونو د دغه کار هرکلی کړی او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنرۍ یې غوښتي چې د کندهار په ولسوالیو کې هم د بېځایه شویو کورنیو د ستونزو د حل په موخه همکاري وکړي.
په کندهار کې له څو میاشتو را په دیخوا د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې زرګونه کورنۍ د خپلو کورونو پریښودو ته اړې کړې دي.