ترافیکي پېښو د څلورو کسانو ژوند واخیست

صبح کابل
ترافیکي پېښو د څلورو کسانو ژوند واخیست

په دوو ترافیکي پیښو کې څلور تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نورټپیان دي.

دا پیښې تېره ورځ یوه د هرات ـ کندهار په لاره او بله د هرات ـ تورغنډۍ په لویه لاره شوې دي.

د هرات امبلانس مسوولین وایي د هرات ـ کندهار په لاره یو ۴۰۴ بس له کرولا موټر سره ټکر کړی چې له امله یې څلور کسو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نورټپیان دي.

بله پیښه په همدې ورځ ناوخته د هرات ـ تورغنډۍ په لاره شوې ده. د هرات امبولانس د مالوماتو له مخې په دې لاره یو بس له بل موټر سره ټکر کړی دی چې له امله یې ۹ کسان ټپیان شوي دي.

په هرات کې روغتیایي مسوولین وایي د دې پيښې  اته ټپیان  د رباط سنګي روغتیایي مرکز او یو بل د هرات حوزوي روغتون ته لیږدول شوی دی.

د پیښو په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د هرات ـ کندهار او کابل ـ کندهار د لویې لارې د ورانېدو له امله په دې لاره ترافیکي پېښې هم ډېرې شوې دي.

مسافر وایي د لارو له خرابۍ سره سره موټر چلوونکي بی احتیاطي کوي چې له امله له دا ډول پیښو سره مخ کیږي.