هلمند کې به ۳۵ ټنه شات ترلاسه شي

صبح کابل
هلمند کې به ۳۵ ټنه شات ترلاسه شي

په هلمند کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي په دغه ولایت کې یې د شاتو مچیو صنعت د پراختیا او پیاوړتیا هڅې پيل کړې دي. په دغه ریاست کې مسوولین وایي هلمند د شاتو مچیو له پاره مناسب اقلیم او برابر شرایط لري، نو ځکه غواړي دغه صنعت ته نوره هم وده ورکړي.

د هلمند د کرنې رییس محمد زلمی الکو وایي د شاتو مچیو د لرلو په صنعت کې سلګونه کسان په کار بوخت دي چې د اټکل له مخې سږکال به په دغه ولایت کې ۳۵،۷ ټنه شات ترلاسه شي،  تېرکال په دغه ولایت کې ۲۴،۵ ټنه شات ترلاسه شوي و.

ښاغلی الکو وایي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا بزګرانو ته نږدې ۴۰۰ د شاتو مچیو فارمونه جوړ شوي دي، چې د هرکال په تېرېدو سره یې مچۍ او د شاتو تولید په زیاتېدو دي.

د هلمند د شاتو مچیو په فارمونو کې اوس  ۱۳ زره او ۱۲۰ صندوقه مچۍ تر روزنې او پالنې لاندې دي.

په دغه ولایت کې د شاتو مچیو فارم لرونکي وایي، د شاتو په تولید کې یې هرکال زیاتوالی راځي، چې سږکال هم د تېر کال په پرتله د شاتو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

دهلمند ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې په ۱۳۹۸ کال کې د هلمند په کچه ۱۷.۵ ټنه او په ۱۳۹۹ کال کې ۲۴.۵ ټنه شات تولید شوي و او په روان کال کې به ددې ولایت د شاتو د تولید کچه ۳۵.۷ مټریک ټنو ته ورسېږي.

د هلمند د کرنې ریاست لخوا په دې ولایت کې د شاتو مچیو د کاروبار د لا پراختیا په پار د روزنیزو پروګرامونو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې له دوی سره مرستې اوهمکارۍ شوي دي.

 د شاتو مچیو له پاره د ښه چاپیریال جوړولو په موخه د هلمند د کرنې ریاست سږکال له لغمان څخه ۲۵ زره د بیرو نیالګي لیږدول شوي او تر روزنې لاندې نیول شوي دي. د نوموړو نیالګيو ګل د مچیو لپاره ښه خواړه بلل کېږي، چې په دې سره به په دغه ولایت کې په راتلونکي کې د بېرې شات هم تولید شي.