هېواد کې د خرما حاصل ۲۱۶ ټنو ته رسیدلی

صبح کابل
هېواد کې د خرما حاصل ۲۱۶ ټنو ته رسیدلی

د افغانستان په څو ولایتونو کې له کلونو را په دیخوا د خرما ونو کینولو ته پام وراوښتی دی. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي په اوو ولایتونو کې یې د خرما بڼونه جوړ کړي چې له دې ډلې یې د ننګرهار او هلمند ولایتونو بڼوڼه رسیدلي او په حاصل راغلي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي د دوی له خوا تر سروې وروسته روښانه شوه چې په هېواد کې اوه ولایتونه د خرما له پاره مناسب اقلیم لري.

 هلمند، فراه او ننګرهار په همدې ولایتونو کې راځي، نو ځکه یې په دغه ولایتونو کې د خرما بڼونه جوړ کړي دي.

د کرنې او مالدارۍ په وزارت کې مسوولین وایي په ننګرهار کې سږکال د خرما حاصل ۱۵۰ ټنو ته رسیدلی دی.

 د ننګرهار د کرنې رییس انعام الله صافی وایې: « په دغه ولایت کې د خرماوو د کښت سیمه ۶۷جریبه ده، چې سږکال یې  ۱۵۰ټنه خرما بازارته وړاندې کړې ده.»

د ننګرهار د کرنې ریاست د مالوماتو له مخې په جلال آباد ښار او بهسودو، کامې، ګوشتې، سره رود او کوزکونړ ولسوالیوکې ترټولو زیاته خرما ترلاسه کیږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي په ۲۰۰۸ام کال کې د خرماوو د بېلابېلو نژادونو لس زره نیالګي د متحده عربي اماراتو  له لورې مرسته وشوه، چې د ننګرهار د بهسود ولسوالۍ د هډې په فارم کې کېنول شول او له پینځو کلونو وروسته سږ یې دویم کال دی، چې حاصل ورکوي.

په ورته وخت کې په فراه کې هم د خرما بڼونه په حاصل راغلی دي.  د فراه د کرنې ریاست وایي په دغه ولایت کې  په ۸۰۰ جریبه ځمکه د خرما بڼوڼه شته، چې د قطر هېواد د خیریه موسسې «الغرافه» لخوا جوړ شوي او سږکال یې نیژدې یو ټن خرما کړې ده.

د فراه ترڅنګ هلمند کې هم د خرما له پاره مناسب ځای دی. د هلمند ولایت د کرنې ریاست وایي په دغه ولایت کې په ۵۱ جریبه ځمکه خرما ونې کینول شوې دي.

د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر وایي دا بڼونه په کلني ډول ۶۵ ټنه حاصل ورکوي. د هغه په وینا ۲۶ جریبه دا بڼ په دودیزه بڼه له پخوا موجود و او نور په نوې بڼه کینول شوې دي. د کرنې وزارت وایې، سږکال به هم په دغه  ولایت کې د خرما ۲۵جریبه بڼ په نوې او عصري ډول جوړل شي.