په هرات کې د عالمانو شورا، قومي مشرانو او ځوانانو له اوسني نظام ملاتړ وکړ او امنیتي او دفاعي ځواکونه یې د دې خاورې «غازیان» وبلل.
د لودیځې حوزې د عالمانو شورا غړو د هرات ښار په جامع جومات کې د یوې غونډې په جوړولو سره په هېواد کې روانه جګړه ناروا وبلله او د سولې په ټینګښت او جګړې په درولو یې ټینګار وکړ.
د هرات د دینې عالمانو د شورا رییس شیخ الحدیث مولوي خدای داد صالح وویل ټول خلک د سولې تږي دي او نوره باید دا څلویښت کلنه چې پای ته ورسول شي.
ښاغلي صالح د دولت د مرکچي پلاوي او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرو درېدل نهیلي کوونکي وبلل او له دواړو لورو یې وغوښتل چې د خلکو غوښتنې ته چې سولې ته رسیدل دي باید پام وکړي.
د هرات د عالمانو شورا رییس وویل:« په اسلام کې فراط او تفریط نشته او سوله پرټولو هغو کسانو فرض ده چې کلمه وایي.»
په ورته وخت کې د هرات د حج او او قافو رییس مولوي عبدالخالق حقاني هم له عالمانو وغوښتل چې خلک سولې ته راوبولي.
حقاني وویل چې عالمان باید د مسوولیت احساس وکړي او د دولت مخالفین سولې او آرامۍ ته راوبولي.
حقاني وویل:« آبادي د سولې په سیوري کې شونې ده او د سیمې استخبارات نه غواړي چې په افغانستان کې آرامي راشي او آبادي وشي.»
د لودیځې حوزې د عالمانو شورا د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره ویلي چې ځینې کسان د سیمې دښمن استخبارات د اوسني نظام پرضد دریځ نیسي او تبلیغات کوي، خو دا یو بشپړ اسلامي نظام او امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې خاورې « غازیان » دي.
د غونډې پرېکړه لیک وایي د هرات دیني عالمان، قومي مشران او ځوانان راټول شوي او دا پرېکړه کوي چې روانه جګړه د اسلامی لارښوونو خلاف او ناروان ده او دواړه لوري باید د سولې په برخه کې له رامنځ ته شوي فرصت څخه استفاده وکړي.
دوی له دواړو لورو د اوربند غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې اوسنی نظام اسلامي او شرعي نظام دی او د لودیځې حوزې عالمان، قومی مشران او ځوانان ترې ملاتړ کوي.
د دې غونډې پرېکړه لیک وایي امنیتي او دفاعي ځواکونه مسلمان او د دې خاورې غازیان دي او د وژلو روان ګڼونکي یې د الاهي اوامرو او نبوي احادیثو سره مخالفت ګڼي.
په هرات کې د دیني عالمانو دا غونډه له هغه وروسته جوړیږي چې څو ورځې د هرات د ګذرګاه د جامع جومات ملا مام مجیب الرحمان انصاري د دولت او امنیتي ځواکونو پرضد څرګندونې کړې وې او له امنیتي ځواکونو او نظام څخه ملاتړ یې ګناه بللې وه.