د کانونو وزارت د نولسو نورو کانونو تړونونه اعلان ته سپاري

صبح کابل
د کانونو وزارت د نولسو نورو کانونو تړونونه اعلان ته سپاري

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وایي ډېر ژر به د نولسو نورو کانونو د استخراج چارې داوطلبۍ ته وړاندې شي.

د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست هارون چخانسوري د یکشنبې په ورځ په هرات کې یوه خبري کنفرانس ته په خبرو کې وویل چې د نورو برخو ترڅنګ د زینتي ډبرو د پروسس په برخه کې هم د خصوصي سکتور له خوا د پام وړ پانګونه شوې او اوس ۱۳۰ شرکتونه د مرمرو ډبرو د پروسس په برخو کې فعالیت کوي.

ښاغلي چخانسوري وویل چې ډېرو دغو شرکتونو له نړیوالو معیارونو سره اوس خپل تولیدات برابر کړي او په پام کې ده تر راتلونکو لسو ورځو پورې د زینتي کاڼو د استخراج او پروسس ۱۹ نور تړونونه داوطلبۍ ته وسپارل شي.

د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډون د دغه هېوادونو د ګډې غونډې په  څنډه کې په دغه خبري غونډه کې وویل چې خصوصي سکتور کولای شي په دې برخه کې د زینتي ډبرو د استخراج او پروسس په برخه کې لا ډېره پانګونه وکړي.

په ورته وخت کې د کانونو وزارت وایي ښاغلي چخانسوري د شنبې په ورځ په هرات کې د ترکمنستان دولتي پلاوي ته په افغانستان کې  د زینتي ډبرو په برخه کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه هم مالومات ورکړي دي.

 سرچینه وایي نوموړي د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید میریدوف څخه غوښتي چې په افغانستان کې په دې برخه کې پانګونه وکړي او هم افغان سوداګرو ته د دغه توکو د صادرولو په برخه کې لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.

 د کانونو وزارت د مالوماتو له مخې د زینتي ډبرو د استخراج او پروسس په برخه کې ۱۵ فعال تړونونه شته  او ۱۰۸ د پروسس شرکتونه فعالیت کوي.

 د دغه وزارت د پالیسۍ او استخراجي برنامو مرستیال  محمد عتیق ذکي وایي د زینتي ډبرو د پروسس په برخه کې شاوخوا اویا میلیونه ډالره پانګونه شوې او کورني شرکتونه د دې ظرفیت لري چې په یوه میاشت کې تر ۲۵۰ زره ټنو پورې زینتي ډبرې پروسس کړي.

افغانستان د زینتي ډبرو په برخه کې ګڼ کانونه لري چې ډېر یې تراوسه پرخپل ځای پاتې او نه دي را ایستل شوي.

مرمر چې د زینتي ډبرو مهم کاڼی دی د نورو ولایتونو ترڅنګ په هرات کې ډېر کانونه لري او ګڼ شرکتونه هلته د دغه کاڼي د استخراج او پروسس په چارو بوخت دي.

په دې شرکتونو کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.