حکمتیار: په دولت کې شامل لوري د سولې په برخه کې اختلاف لري

صبح کابل
حکمتیار: په دولت کې شامل لوري د سولې په برخه کې اختلاف لري

د حزب اسلامي مشرګلبدین حکمتیار وایي دولت د سولې په اړه واحده طرحه نه لري او لاهم نه دی توانیدلی چې په دې برخه کې خپله داخلي ستونزه حل کړي.
حکمتیار چې نن یکشنبې په ورځ یې کابل کې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې وویل چې دولت باید لومړی له خپلو شاملو اړخونو سره د سولې په برخه کې یوه لاصلاحیته او په دولت کې د ټولو شاملو لورو د منلو وړ باصلاحیته مرجع جوړه کړي.
ښاغلي حکمتیار وویل چې حزب اسلامي دولت ته وړاندیز کوي چې یا دې په بشپړډول د تصمیم نیونې دولتي مرجع جوړه کړي چې سیاسي اپوزسیون پکې شامل نه وي او یا د اپوزیسیون په ګډون داسې بنسټ رامنځ ته کړي
هغه وویل دولت کولای شي د سولې په برخه کې په بیلابیلو نومونو تشکیلونه او بنسټونه لغوه او یوه باصلاحیته مرجع دې جوړه کړي چې په دولت کې شامل لوري په کې ګډون ولري نه هغه ګوندونه چې په دولت کې شامل ندي.
خو که دولت غواړي او اړتیا ورته لري سیاسي اپوزیسیون په دغه دولتي شورا کې شامل کړي هم دوی همکارۍ ته چمتو دي.
د حزب اسلامي مشروویل په دې صورت کې به د سولې په برخه کې بیلابیل تشکیلونه چې « موثر» نه دي لغوه کیږي:« په دې تشکیل کې به دولت او په دولت کې شامل جریانونه او ډلې، اپوزیسیون چې په دولت کې شامل ندي او درېیم هغه ډلې او جریانونه ګډون لري چې نه له دولت سره دي او نه له اپوزیسیون سره.»
د نوموړي په وینا دولت اوس د تصمیم نیونې داسې مرجع نلري چې پرېکړه یې د ټولو له پاره د منلو وړ وي.
د حزب اسلامي مشر وویل چې که بیا هم دولت ونه توانیږي چې هوکړې ته ورسیږي او په دې برخه کې خپلې داخلي ستونزې حل کړي، نو دوی به د سولې بهیر او روان وضعیت په اړه مستقل تصمیم ونیسي.
د حکومت دغه سیاسي منتقد وړاندیز کوي چې که د سولې او روان وضعیت د کابو کولو په موخه کومه مرجع جوړیږي باید باصلاحیته وي او که بیا هم کوم بې صلاحیته او د تکراري څیرو یوه مجموعه جوړه شي چې په وینا یې صلاحیت ونه لري، نو هیڅ ګټه به ونکړي.
حکمتیار په داسې حال کې د سولې په برخه کې په دولت کې د داخلو جریانونو ترمنځ د اختلاف خبره کوي چې ولسمشر غني غواړي د دولت د عالي شورا په نامه یوه نوې شورا جوړه کړي.
حکومتي مسوولین وایي په دې برخه کې د ولسمشر مشورتي کتنې دوام لري او ژر به یې پایله اعلان شي.