د بشري حقونو خپلواک کمیسیون: په روغتونو کې د اکسیجن او امکاناتو کموالی د اندېښنې وړدی

صبح کابل
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون: په روغتونو کې د اکسیجن او امکاناتو کموالی د اندېښنې وړدی

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د کرونا له امله د مړینې په ډېروالي او په روغتونو کې د امکاناتو او اکسیجن په کموالي اندیښنه ښودلې ده.

دغه کمیسیون وایي دې وضعیت اندیښمن کړي او د روغتیا حق ته لاس رسی د ټولو حق دی.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د یوه بیان په خپرولو سره ویلي د کرونا  لا ډېرې خپرېدو د بحران له امله رامنځته شوی وضعیت دردونکی دی.

دغه کمیسیون وایي:« په داسې حال کې چې لاهم په هېواد کې جګړه دوام لري او خلک له فقر او وزګارتیا سره لاس او ګریوان دي، د دې وبا د کنټرول لپاره پکار ده چې خلک او دولتي مسئول بنسټونه يو بل ته لاس ورکړي او له يو بل سره بشپړ همکار اوسي.»

دغه کمیسیون په روغتونو کې د اکسیجن او امکاناتو کموالی لویه ستونزه بللی او ویلي یې دي د دوی ارزونې ښیي چې بیا هم په زندانونو کې  تر يوه حده د کرونا لپاره احتياطي تدابير نسبتاً ښه او يو څه امکانات برابر دي.

کميسيون له اړوندو دولتي بنسټونو او په ځانګړي ډول د عامې روغتيا وزارت څخه غوښتي چې له شته امکاناتو په سمه او غېزناکه توګه ګټه واخلي.

د بشري حقونو خپلواک  کميسيون له خلکو هم غوښتنه کړې چې ټول احتياطي تدابير مراعت او له روغتيايي کارکوونکو سره بشپړ همکار اوسي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې کرونا ویروس د خپرېدو په حال کې دی، د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د کرونا ویروس درېیمه څپه په هیواد کې مخ په بره روانه ده او اټکل کیږي چې په دغه ویروس د اخته کیدونکو کسانو شمېر به لا لوړه شي.

اوس د هېواد په روغتونو کې د اکسیجن کموالی یوه جدي ستونزه ده.