هغه قاچاقګر مړ شوی چې په ګیډه کې هند ته هیروین وړي و

صبح کابل
هغه قاچاقګر مړ شوی چې په ګیډه کې هند ته هیروین وړي و

هغه افغان مړ شوی چې هند ته یې په ګیډه کې نشه یي توکي لیږدولي وو. په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزی وایي یوه اونۍ وړاندې یو افغان دهلي ته په را رسیدو سره په ناڅاپي ډول په هوټل کې ناروغ شوی او دا چې څوک ورسره نه وو د هوټل کارکوونکو روغتون ته لیږدولی و چې بیا همالته مړشو.

ماموندزی وایي په جلا وطنۍ او یوازې توب سره د دغه افغانستان په مړینه خواشینی وم او د هغه د جنازې د لیږدولو چارې مې له نیژدې څارلې چې په وینا یې جنازه یې په عزت افغانستان ته ولیږدول شي او خپلې کورنۍ ته وسپارل شي.

ماموندزی لیکلي:« د وفات شوي افغان د جنازې د لیږد پروسه پیل شوه، د کرونا ټیسټ یې منفي راغی لږ تر لږه په دې راحت شوم چې د لیږد په وړاندې یې ستونزه نشته. ورځ نه وه تېره چې هرڅه بدل شول، د قنسلګرۍ همکار راغی چې په روغتون کې د وفات شوي افغان په خیټه کې ۸۰ دانې له مخدره موادو ډک کپسولونه چې شاوخوا یو نیم کیلو هیرویین کیږي موندل شوي او د وفات علت یې هم دا و چې درې کپسولونه یې په د ننه کې چاودلي دي.»

په هند کې د افغانستان سفیر وایي خلک باید له دې پیښې په پند اخیستلو سره له دا ډول کارونو ډډه وکړي:«د زهرو په دې ناولي کار کې دخالت ستر او ویرونکي خطرونه لري.»

هند ته په داسې حال کې دغه افغان نشه یي توکي قاچاق کړي چې د افغانستان امنیتي ادارو هرکله ویلي چې په هوایي ډګرونوکې یې د نشه یي توکو د قاچاق مخنیوی کړی دی.