عبدالله عبدالله: هڅه کیږي د استانبول په ناسته کې د جمهوریت پلاوی یوه طرحه ولري

صبح کابل
عبدالله عبدالله: هڅه کیږي د استانبول په ناسته کې د جمهوریت پلاوی یوه طرحه ولري

افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وایي د نړیوالو او سیمه ییزو چارو د کمیسیون څلورمه ناسته د سه شنبه په ورځ په کابل کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د سولې په چارو کې د دولت وزیرسید سعات منصور نادري، د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي معصوم ستانکزي او د نړیوالو هیوادونو او سازمانونو استازو ګډون درلود.

د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ویلي هڅه کیږي چې د استانبول په ناسته کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی ټول شموله او له یوې طرحې سره ګډون وکړي.

د ملي مصالحې د عالي شورا رییس زیاته کړې چې سولې د طرحې د چمتو کولو کمیټه د یوې  طرحې په جوړولو کار کوي.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون صبح کابل ورځپاڼې ته وویل د سولې د طرحې د مسودې د جوړولو او طرحو د یوځای کولو کمیټې کار دوام لري.

خوځون زیاته کړه:« دا کمیټه هڅه کوي ترڅو د ولسمشرۍ د سولې د طرحې په شمول په دې اړه په بیلابیلو طرحو او د مصالحې عالي شورا ته په دې اړه رسیدلو لیکلو نظریاتو بحثونه او خبرې شوې، دا کمیټه به په پایله کې رهبري شورا ته یو جامع سند او  طرحه وړاندې کړې چې د مشرانو له خوا تر منلو وروسته به تصویب شي.»

د مالوماتو له مخې د ۲۵ سیاسي ګوندونو او ملي مصالحې د عالي شورا د رهبرۍ غړو له خوا د سولې په اړه شاوخوا دېرش طرحې شورا ته وړاندې شوې دي.

ویل کیږي د استانبول ناسته د اپریل په شپاړسمه جوړه او لس ورځې به دوام وکړي.