«اترا» د کابل ښاروالۍ په ځواب کې : مخابراتي آنتنونه روغتیا ته زیان نه رسوي

صبح کابل
«اترا» د کابل ښاروالۍ په ځواب کې : مخابراتي آنتنونه روغتیا ته زیان نه رسوي

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ملي اداره وایي د مخابراتي شرکتونو آنتنونه په معیاري ډول جوړشوي او روغتیا ته هېڅ زیان نه رسوي.

دغه ادره وایي په افغانستان کې د مخابراتي شرکتونو لګول شوي آنتونه د عامې روغتیا وزارت له خوا تایید شوي او په دې برخه کې د نورو ارګانونو اظهارات «غیرمسوولانه» دي.

د مخابراتي خدمتونو ادارې له هغه وروسته دا څرګندونې کوي چې کابل ښاروالۍ دا آنتنونه « تدریجي مرګ» وباله.

اترا په دې اړه  د کابل ښاروالۍ د خپرې شوې ويډیو په غبرګون کې ویلي چې کابل ښاروالي نه د روغتیا په برخه کې تخصص لري او نه هم د مخابراتو په برخه کې، نو داسې څرګندونې یې غیرمسوولانه او له تخنیکي اړخه بې ارزښته دي.

د کابل ښاروالۍ په یوه پیغام کې ویلي چې د استوګنې په سیمو کې د مخابراتي شرکتونو د آنتونو موجودیت تدریجي مرګ دی او خلک باید د دې کار مخه ونیسي.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د دوشنبې په ورځ ( غبرګولي ۱۰) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کابل ښاروالۍ د دغه ویډیویې پیغام په خپرولو خواشیني ښودلې او زیاته کړې یې ده چې د کابل له ښاروالۍ یې د خپل دغه پیغام د لیرې کولو غوښتنه کړې ده.

د اترا خبرپاڼه وایي:« د کابل ښاروالۍ د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي په اتمه له خپلو رسمي رسنیزو کانالونو یو ويډیویې کلیپ خپور کړی چې ادعا کوي د استوګنې په سیمو کې د مخابراتي آنتونو موجودیت د تدریجي مړینې لامل کیږي او د استوګنې سیمې باید ترې پاکې شي. د خواشینۍ ځای دی چې د کابل ښاروالۍ د نړیوالو روغتیایي کنوانسیونو او په ځانګړې توګه د الکترومقناطیسي څپو په اړه د علمي څیړنو ته له پام پرته دا پیغام خپور کړی دی.»

 اترا وایي په هماغه ورځ یې د دغه پیغام په اړه ورته اعتراض وکړ او جدي اندیښنه یې څرګنده کړه چې دا کلیپ لیرې کړي، خو تراوسه داسې نه دي شوي.

 د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې خبرپاڼه کاږي:« د اترا رسمي دریځ دادی چې د کابل ښاروالي دا ویدیویې څرګندونې غیر مسوولانه او له تخنیکي اړخه بې اهمیته دي. د کابل ښاروالۍ دا څرګندونې نه یوازې عامه ذهنونه ګډوډوي، بلکې د مخابراتي زېربناوو پروړاندې جدي ګواښ ګڼل کیږي.»

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې رییس عمر منصورانصاري له کابل ښاروالۍ څخه یوځل بیا غوښتي چې دا پیغام لیرې او د خپلې تېروتنې د جبران په موخه اقدامات وکړي.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره وایي دا ډول څرګندونې د مخابراتي سکتور پروړاندې یو ګواښ بلل کیږي.