د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کابل په شکردره ولسوالۍ کې هغه مسلخ پرانیست چې په شپږ میلیون ډالره لګښت د آسیایي پراختیا بانک له خوا جوړشوی دی.
د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال شیرشاه امیري وایي دا په هغو پینځو مسلخونو کې شامل دی چې په څلورو زونو کې د آسیایي پراختیایي بانک له خوا په ۳۰ میلیون ډالره جوړ شوي دي.
ښاغلي امیري وویل:« دا مسلخ په ټولو اړینو امکاناتو سمبال دی چې پرحلالولو سربېره د غوښې، صحي کیفیت هم په کې په پام کې نیول کیږي،د دې مسلخونو د جوړولو موخه داده چې خلکو ته صحي او باکیفیته غوښه چمتوشي.»
د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي په دې سره سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابریږي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت تردې وړاندې په هرات کې هم یو دې ته ورته مسلخ ګټې اخیستنې ته سپارلی و.
دا په کابل کې دوهم معیاري مسلخ دی چې چارې یې بشپړې شوې دي. د کرنې او مالدارۍ وزارت د مالوماتو له مخې په روان کال کې په کابل ولایت کې د ۳۹۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ۵۳ پروژې پلي کوي.
د کرنې وزارت مسوولین وایي د مالدارۍ په برخه کې نیژدې درې میلیارد ډالره وړتیا لري او د څارویو د مصنوعي القاح، درملنې او چرګانو د ساتنې په برخو کې ښه پرمختګونه هم شوي دي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت په روان کال کې ۷۰ میلیونه افغانۍ د کوچیانو د مالدارۍ د پیاوړتیا له پاره ځانګړې شوې دي.