د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وایي د هغو آبدواو فرهنګي ميراثونو ساتنې او ترميمولو ته جدي اړتيا لري چې له خطر سره مخ دي.
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د جمعې په ورځ په يوه خبري غونډه کې د تر خطر لاندې ميراثونو د ساتنې نړيوال بنسټ (الیف) ، آغاخان فرهنګي بنسټ او دافا بنسټ له مسوولينو څخه مننه وکړه چې د کابل بالاحصار پروژې کار یې چټک کړی او کیفیت ته یې پاملرنه ډېره کړې ده.
ښاغلی زهیر وویل د بالاحصار د ترميمولواوبيارغاونې کار آغاخان فرهنګي بنسټ، د ترخطر لاندې ميراثونو د ساتنې نړیوال بنسټ (الیف) په مالي ملاتر پرمخ وړي او دافا موسسه د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د لرغونپيژندنې رياست په همغږۍ د دغې پروژې د لرغونپوهنې کار پرمخ وړي.
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست وویل د هرات پنځم مناراو نور منارونه او د هېواد په نورو سیمو کې تاريخي آبدې اوفرهنګي ميراثونه له خطر سره مخ دي او یا زیانمن شوي چې په ساتنه او ترمیم کې یې باید جدي پاملرنه وشي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وایي:« په بلخ، خوست، غزني او د هېواد د نورو ولايتونوبالاحصارونه ، د شش پل کاروانسرای چې څه دپاسه زر کاله لرغونتيا لري، د جلال اباد هډه، د بودا مجسمې، تاريخي مقبرې اوګنبدې په تېره بيا د مولانا د پلار کور اوخانقا ترميمولو او بیارغونې ته اړتیا لري چې کارونه یې باید ژرپیل شي.»
په ورته وخت کې د ترخطر لاندې ميراثونو د ساتنې نړیوال بنسټ (الیف)
رییس وویل چې د دوی موخه د افغانستان د فرهنګي ميراثونود ساتنې په خاطر همکاري ده.
د هغه په وینا اوس په افغانستان کې د ٧مليون ډالرو په لګښت پر ١٢ پروژو کار کوي اوپه پا م کې لري چې په راتلونکې کې په افغانستان کې ډیرې پروژې ترکار لاندې ونيسي.
د آغاخان بنسټ د فرهنګي خدمتونو رييس اجمل ميوندي وایي افغانستان کې د شل کلن کارپه موده کې د مهمو تاريخي آبدو څه د پاسه ١٥٠ پروژو کار بشپړکړى دى.
هغه زياته کړه چې د کابل بالاحصارد بيا رغاونې اوترميم کار لومړى پړاوبه ٤ کاله وخت ونيسي او په دې ساحه کې به د لرغونپيژندنې پارک هم جوړ شي.