د برېښنا شرکت: امنیتي ارګانونه دې زموږ تاسیسات وساتي

صبح کابل
د برېښنا شرکت: امنیتي ارګانونه دې زموږ تاسیسات وساتي

د افغانستان د بریښنا شرکت له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې د بریښنا تاسیساتو او ستنو په ساتنه کې کلکله پاملرنه وکړي. دغه شرکت همدا راز له امنیتي ارګانونو غوښتي چې د بریښنا ستنو د ویجاوړولو عاملین پیدا او سزا ورکړي، خو دغه شرکت په دې اړه څه نه دي ویلي چې د دغه کار عاملین څوک دي.

د بریښنا شرکت وایي د وارداتي برېښنا مزي د بیرته نښلولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

دا ستنه تيره شپه  شاوخوا ۹ بجې د کابل ښار د اولسمې ناحیې اړوند، طلایي ښارګوټې ته څېرمه په بمونو والوځول شوه چې له امله یې د کابل په ګډون په اتو ولایتونو بریښنا پرې شوه.

د بریښنا شرکت د دغه کار عاملین «د هیواد دښمنان او د ملي شتمنیو وراونوونکي» بللي، خو روښانه نه ده چې څوک دي.

طالبانو د یوه بیان په خپرولو سره ویلي چې په دغه کار کې د دوی کسان نه یوازې لاس نلري، بلکې غندي یې.

د بریښنا شرکت وایي د ورانې شوې ستنې په سیمه کې د دوی کارمندان په کار بوخت دي: «هڅه کوو د کابل ښار او اړوندو ولایتونو ته ژر تر ژره په مؤقتي توګه د برېښنا مزي ونښلوو.»

 په تیرو دوو اونیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د برېښنا ۱۳ ستنې په بمونو  ویجاړې او یا هم زیانمنې شوې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت له خلکو غواړي چې د ملي شتمنیو په ساتلو کې له خپلو امنیتي ارګانونو او د افغانستان برېښنا شرکت سره همکار واوسي.

د افغانستان امنیتي ارګانونو په تیره بیا د کورنیو چارو وزارت او د کابل پولیسو په دې اړه څه نه دي ویلي چې دا ستنې د چا له خوا ویجاړې شوې دي.

له تیرو دوو اونیو را په دیخوا په داسې حال کې چې د بریښنا دیارلس ستنې یا ویجاړې شوې او یا هم زیانمنې شوې، خو امنیتي ارګانونو یې په تړاو تراوسه هیڅوک نه دي نیولي.