د غوایه او پسه د غوښې کلنۍ تولید یو نیم میلیون ټنو ته رسیږي

صبح کابل
د غوایه او پسه د غوښې کلنۍ تولید یو نیم میلیون ټنو ته رسیږي

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي په ۱۳۹۹ ل کال کې په هېواد کې یو میلیون او ۵۸۹ زره او ۲۶۹ ټنه د غوایه، پسه او وزې غوښه تولید او مصرف شوې ده.

په دغه وزارت کې مسوولین وایي له دې جملې۹۱۲ زره او ۳۸۷ ټنه غوښه د غوایه او ۶۷۶ زره او ۸۸۲ ټنه نوره د پسه او وزې ده.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي کابل د نورو ولایتونو په پرتله ډېره غوښه تولید او مصرف کړې ده.

ښاغلی رستمي وایي:« کابل کې تېرکال ۲۶۴ زره او ۳۶۵ ټنه غوښه تولید او مصرف شوې ده.»

د نوموړي د مالوماتو له مخې تر کابل وروسته بلخ، ننګرهار، هرات او کندهار په ترتیب سره د غوښې عمده تولیدونکي او مصرفوونکي ولایتونه دي.

 د کرنې وزارت شمېرې ښیي چې اوس په هېواد کې د غوښینو غویانو، پسونو او وزو دوه زره او ۹۵۰ فارمونه موجود دي چې له دې ډلې یې یوزر او ۶۲ د غویانو، ۹۳۲ د پسونو او ۹۵۶ د وزو دي.

 د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي د دې له پاره چې د غوښې تولید معیاري شي په څو ولایتونو کې یې لوی او معیاري مسلخونه جوړ کړي دي.

دا مسلخونه په کابل، هرات او بلخ کې جوړ شوي چې په یوه وخت کې د ۱۵۰۰ پسونو او وزو او څو سوه غوایانو د حلالولو ظرفیت لري.

د مسلخونو په جوړېدو سره د چاپیریال پاکوالي او روغتیا ساتنې ته هم ګټه رسیدلې او په هرځای کې د څارویو د حلالولو مخه نیول شوې ده.