کابل ښار په پینځمه حوزه کې دوه کسان ترورشول

صبح کابل
کابل ښار په پینځمه حوزه کې دوه کسان ترورشول

د کابل ښار په پینځمه حوزه کې نن (شنبې) دوه کسان ترور شول. دا کسان یو د پینځمې حوزې اړوند د کمپنۍ په ریک ریشن سیمه  او بل د همدې حوزې په دیوان بیګي سیمه کې د ناپیژاندو وسله والو له خوا ترور شول. د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز صبح کابل ورځپاڼې ته وویل لومړۍ پیښه د شنبې په سهار( غبرګولي ۱) په ۰۷:۳۰ دقیقو شوې او د اقبال په نامه یو کس چې د میدان وردګو ولایت په پولیسو کې یې پخوا دنده اجرا کړې د وسله والو په برید کې  ژوند له لاسه ورکړی دی.

فرامرز وایي بله پيښه چې د همدې ورځې له غرمې وروسته د درېیو بجو په شاوخوا کې د دیوان بیګي په سیمه کې شوې ده.

په دغه برید کې هم یو کس ژوند له لاسه ورکړی چې تراوسه یې هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د کابل ښار د پینځمې حوزې په مربوطاتو کې یوځل بیا دا ډول بریدونه ډېر شوي دي.

 د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وایي په تېرو دوو اونیو کې د پینځمې ناحیې په مربوطاتو کې دوه برید ګر چې غوښتل یې په ترور لاس پورې کړي د پولیسو له خوا په نښه او ووژل شول.

فرامرز د دغو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.