دا بند د افغانستان په نیمروز ولایت کې د هلمند پر سیند جوړشوی چې د نیمروز حاصل خیزو ځمکو ته اوبه چمتو کوي.
د دغه بند د پرانیستلو په موخه ولسمشرمحمد اشرف غني او د هغه دواړه مرستیالان د نیمروز چهاربرجک ولسوالۍ ته تللي وو.
د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د کمال خان بند بشپړېدل د هېواد جوړولو په لاره کې د دولت او خلکو د غښتلې ارادې ښکارندوی وبلل.
هغه وویل د کمال خان بند یوه وسیله ده او بشپړېدو یې وښوده چې د افغانستان دولت یوازې طرحې نلري، بلکې عملي کوي یې هم.
ښاغلي غني وویل:« آوازې او طرحې به راځي، خو افغانستان به تلپاتې او خپلواک پاتې وي.»
ولسمشرغني یوځل بیا ټینګار وکړ چې ایران ته نورې وړیا اوبه نه ورکوي:« د دواړو هېوادونو اقتصادونه یو بل بشپړوي، ایران ته وړیا اوبه نه ورکوو، بلکې په ویاړ سره به د نیمروز پیداوار په ایران وپلورو. د هلمند کیلي له موږ سره ده که تیل راکوئ بیا رانه اوبه وغواړئ.»
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي د کمال خان بند ۱۷۴ زره هکتاره ځمکه خړوبوي، له اوه میګاواټو تر ۹ مېګاواټو پورې برېښنا تولیدولای شي او ۶۹۶ زره کسان به په مستقيم او غير مستقيم ډول له ياد بند څخه ګټه تر لاسه کړي.
ولسمشر د دغه بند د یادښت په کتابچه کې ولیکل :« د کمال خان بند پرانیسته د افغانستان لپاره یوه تاریخي شېبه ده او زه امېد لرم، چې د قیامت په ورځ به مې خدای پاک د کمال خان بند د جوړېدو له برکته وبښي.»
دا بند د هغه نومیالي کمال خان سنجرابی په نامه نومول شوی چې خوا وشاه اوه سوه کاله مخکې یې په دې سیمه کې ژوند کاوه.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رییس خان محمد تکل وایي کمال خان بند چې سوونه کاله وړاندې د یو په وطن مین افغان (کمال خان) د یو سپېڅلي احساس له مخې د دغه بند چارې پيل کړې او د تاریخ په مختلفو پړاونو کې په دغه بند کار پيل شوی، خو د ستونزو او د وخت تاړاکونو له امله یې چارې له ځنډ او خنډ سره مخ شوي.
کمال خان بند د سلما بند او بخش اباد بندونو تر څنګ د افغانستان لوېدیځ کي د اوبو یو لوی ستر بند بلل کېږي.
دغه بند د نیمروز د زرنج ښار د سویل په ۱۸ کیلومترۍ کي پر هلمند سیند جوړ شوی چي د افغانستان له غرونو سرچینه اخلي.
د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي اوس په هېواد کې په ۱۲ لویو بندونو کار جریان لري چې شاه او عروس او شورابک بندونه به هم ژر ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.
د دغې ادارې د مالوماتو له مخې د اوبو د ۲۲ نورو بندونو سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوې چې راتلونکې کال کې به یې کارپيل شي او د ۴۴ نورو بندونو چارې تر مطالعې لاندې دي.
افغانستان کي د چارواکو په وینا دغه هېواد یوازي د خپلو ۳۰ سلنه اوبو په مدیریت توانېدلی او نوري وړیا ګاونډیو هېوادونو ته روانې دي.