د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره هغه ادعاوې رد کړې چې ګنې د کمال خان بند د کار تربشپړېدو مخکې پرانیستل شوی دی. د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي د دغه بند د جوړولو چارې بشپړې شوې، خو د هغه د کانالونو پر جوړولو کار روان دی.
د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې یو شمېر غړو ادعا وکړه چې د کمال خان بند اوبه نه دي زېرمه شوې او دا بند مخکې له دې چې چارې یې بشپړې شي پرانیستل شوی دی.
خو د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي د کمال خان بند چارې سل سلنه بشپړې شوې او د کاسې تشوالی یې د موسمي اورښتونو او سیلابونو نشتوالی دی.
د دغې ادارې ویاند نظام خپلواک صبح کابل ورځپاڼې ته وویل :« لومړی باید ووایو چې کله موږ د بند نوم اخلو موخه مو د بند (بدنه یا ساختمان) دی چې چارې یې ۱۰۰ سلنه بشپړې شوې.»
خپلواک وایي د کمال خان بند پینځه کانالونه لري چې د ملي پراختیا شرکت له خوا یې کار دوام لري او د جوړولو چارې یې ۶۵ سلنه بشپړې شوې دي:« ټول کارونه په یوه ورځ نه کیږي؛ لوی او بنیادي پروژې وخت ته اړتیا لري. بند مو د ټولو چلنجونو او فشارونو سره سره بشپړ کړ، په کانالونو یې کار روان دی؛ له هغه وروسته به د ځمکو په وېش او کرکلي کار پيل شي.»
په بند کې د اوبو د نه زېرمه کیدو د لامل په اړه د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي د اقلیم بدلون ټول له ستونزې سره مخ کړي دي.
دا اداره وایي چې اوبه نه وي، نو بند به په څه شي ډک شي:« سږکال سطحي اوبه کمې شوي او د ځمکې لاندې اوبو اندازه ښکته تللې؛ اورښت کم و او موسمي سیلابونه د پخوا په پرتله کم را ووتل چې د همدې له امله سږ کال د کمال خان بند تر څنګ د هغو نورو لویو بندونو ذخیرې نه دي ډکې شوي کوم چې کلونه وړاندې جوړ شوي او موږ ترې عملا استفاده کوو.»
د اوبو چارو د تنظیم ملي دا اداره وایي سږ کال د نورو کلونو په پرتله د اورښت کچه د پخوا په پرتله 47 سلنه کمه ده او د نورو حوزو ترڅنګ هېواد د هلمند په حوزه کې هم د اوبو د کموالي له بحران سره مخ دی چې د تېر کال په پرتله په دغه حوزه کې د اورښت اندازه77 سلنه کمه شوې چې د اوبو په کمښت کې بې ساری بدلون راغلی.
د اوبو چارو د تنظیم د ملي ادارې ویاند وایي د اوبو د کموالي ستونزه د هېواد په نورو بندونو ( کجکي، نغلو، سروبي، درونټه) کې موجوده ده .
کمال خان بند د هېواد یو ستر بند دی چې د رسمي سرچینو د مالوماتو له مخې 52 میلیونه متر مکعب اوبه ذخیره کوي؛ 2.5 میلیارد متر مکعب اوبه تنظیموي او 174 زره هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبوي.
د کمال خان بند د جوړولو چارې د ۱۳۹۹ کال د حوت په میاشت کې بشپړې او د ۱۴۰۰ کال د وري په میاشت کې د جمهور رییس لخوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.