ډګروال سید شریف سرطیب د کندهار د نوي امنیه قوماندان په توګه کارپيل کړ. سرطیب نن له غرمې مخکې د کندهار د والي روح الله خانزاده او د دغه ولایت د پخواني امنیه قوماندان جنرال تادین خان له لورې په رسمي ډول معرفي شو.
ډګروال سید شریف سرطیب د تادین خان له استعفا وروسته پر دغه دنده ټاکل شوی دی.
جنرال تایدین خان ویلي چې له دوه نیم کلونو رسمي ماموریت وروسته یې استعفا کړېده.
تادین خان په استعفا لیک کې ویلي:« د شهید ستر جنرال عبدالرازق خان اڅکزي د کارنامو ساتلو او د لوی کندهار د ولسونو او نظامیانو په غوښتنه يې دغه مسولیت منلی و.»
په استعفا لیک کې راغلي:« اوس دا نظامي مسولیت د ستر جنرال عبدالرازق خان یوه بل ملګري ته سپاري او خپله غواړي د هېواد په ملي سیاست په ځانګړي ډول د سولې په پروسه کې د ولس خدمت وکړي.»
جنرال تادین خان چې د کندهار د پخواني امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق ورور دی وایي د لوی کندهار په استازیتوب یې د ملي مصالحې شورا په رهبرۍ کې غړیتوب اخیستی دی.
نوی امنیه قوماندان ډګروال سید شریف سرطیب، چې د دریمي سرحدي لوا د څلورم کنډک قوماندان و، د جنرال عبدالرازق اڅکزي له نیژدې قوماندانانو څخه دی چې اوس د کندهار د نوي امنیه قوماندان په توګه کارپيل کړ.