تادین خان د کندهارخلکو ته: نوی قوماندان ما راوستی ملاتړ یې وکړئ

نجیب مایار
تادین خان د کندهارخلکو ته: نوی قوماندان ما راوستی ملاتړ یې وکړئ

سمونوال سیدشریف سرطیب د کندهار د امنیه قوماندان په توګه معرفي شو

سمونوال سید شریف سرطیب د کندهار د نوي امنیه قوماندان په توګه کارپيل کړ. سرطیب د شنبې په ورځ« وري ۲۱»  له غرمې مخکې د کندهار د والي روح الله خانزاده، د دغه ولایت د پخواني امنیه قوماندان جنرال تادین خان او سرحدونو او قبایلو چارو د پخواني وزیر ګل آغاشیرزي له لورې په رسمي ډول معرفي شو.

سمونوال سید شریف سرطیب د تادین خان له استعفا وروسته پر دغه دنده ټاکل شوی دی.

جنرال تایدین خان ویلي چې له دوه نیم کلونو رسمي ماموریت وروسته یې استعفا کړېده. تادین خان په استعفا لیک کې ویلي:« د شهید ستر جنرال عبدالرازق خان اڅکزي د کارنامو ساتلو او د لوی کندهار د ولسونو او نظامیانو په غوښتنه يې دغه مسولیت منلی و.»

په استعفا لیک کې راغلي:« اوس دا نظامي مسولیت د ستر جنرال عبدالرازق خان یوه بل ملګري ته سپارم او خپله غواړم د هېواد په ملي سیاست په ځانګړي ډول د سولې په پروسه کې د ولس خدمت وکړم.»

د کندهارپخواني امنیه قوماندان جنرال تادین خان د نوي قوماندان تر معرفي کېدلو وروسته د دغه ولایت له اوسیدونکو څخه وغوښتل چې د نوي امنیه قوماندان ملاتړ وکړي.

جنرال تادین خان د کندهار له ولس او خلکو مننه کړې چې په څو کلونو کې یې حمایه کړی دی:«  د کندهار د خلکو مننه کوم چې ملاتړ یې کړی، قرباني یې ورکړې، نوی قوماندان هم ما معرفي کړی، زما د ورور دوست او روزلی شخص دی چې ما راوست او معرفي مې کړ، خلک یې دې حمایه کړې چې خدمت وکړي او انشاالله شپه او ورځ به خدمت وکړي.»

جنرال تادین خان وایي دا پرېکړه یې پینځه میاشتې وړاندې کړې وه چې دا مسوولیت پریږدي او په بله برخه کې د خپلو پوځیانو او ولس استازیتوب وکړي، خو کله چې د ارغنداب او ژیړۍ ولسوالۍ ستونزه رامنځ ته شوه، ښه یې ونه ګڼله چې دا مسولیت پریږدي، نوځکه یې دا پریکړه اوس ته ساتلې وه، ځکه د ده په وینا وسله والو طالبانو په ارغنداب او ژیړۍ ولسوالیو کې ماتې خوړلې:« ارغنداب فتحه شوه، د دښمن ملاماته شوه، تردېوالونو لاندې یې مړي پراته دي، په ژیړی او پنجوایي کې هم وضعیت نورمال شو، دوی وشرمیدل، هغه کسان هم وشرمېدل چې د دوی ملاتړ یې کړی و، موږ بریالي او دښمن ناکام شو.»

هغه وایي اوس به د سولې په برخه کې په خلاص لاس  د خپلو خلکو او ولس خدمت وکړي.

د کندهار د امنیې پخوانی قوماندان وایي حکومت ورته وړاندیزونه وکړل چې غواړي کوم مسولیت ته اوږه ورکړي:« ماته پیشنهاد وشو چې کومه وظیفه غواړې، خو ما ورته وویل چې زه غواړم د سولې په برخه کې کار وکړم، د سولې په مهم بهیر کې د خپل ولس، پوځیانو او شهیدانو استازیتوب وکړم.»

جنرال تادین خان چې د کندهار د پخواني امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق ورور دی وایي د لوی کندهار په استازیتوب یې د ملي مصالحې شورا په رهبرۍ شورا کې غړیتوب اخیستی دی.

د کندهار دا پخوانی مسول وایي له شک پرته چې په دغه ولایت کې ستونزې وې او لاهم شته، خو مهم د خلکو خدمت دی.

تادین خان وایي:« د ګاونډي استخبارات د وکیل، خان، ملک، مامور او نورو په بڼو خپل کسان لرل او لري یې، چې استعمالوي یې خو موږ ارزښت ورنه کړ، دوی د پردیو ګټولپاره استعمالېدل.»

نوی امنیه قوماندان سمونوال سید شریف سرطیب، چې په کندهار کې د  دریمي سرحدي لوا د څلورم کنډک قوماندان و، د جنرال عبدالرازق اڅکزي له نیژدې قوماندانانو څخه ګڼل کیږي.

تادین خان چې ۳۸ کاله عمرلري د ۱۳۹۷ کال د تلې په میاشت کې د خپل ورور جنرال عبدالرازق اڅکزي تر وژل کېدو وروسته د کندهار د امنیې قوماندان په توګه ټاکل شوی و.

جنرال عبدالرازق ۱۳۹۷ کال د تلې په شپږویشتمه په کندهار کې له یوې امنیتي غونډې وروسته په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.

چارواکو هغه وخت ویلي و چې تادین خان د کندهار د قومي مشرانو په غوښتنه د ولسمشر له خوا پردې دنده ګمارل شوی دی.