د خوست د کرنې او مالدارۍ رییس حفیظ الله شاه نوري له دندې لیرې شو. د خوست والي جنرال مهمند کټوازي ویلي چې په دغه ریاست کې د چارو د ګډوډۍ، ناغیړۍ او له شته امکاناتو د سمې استفادې د نشتوالي له امله یې نوموړی له دندې ګوښه کړی او پرځای یې د دغه ریاست له پاره سرپرست ګومارلی دی.
د خوست د والي ویاند طالب منګل وایي والي د دغه ریاست څخه لیدنه کړې چې هلته یې ستونزې موندلې او په دې برخه کې ورته د خلکو له خوا بیا بیا شکایت شوی دی.
د خوست والي ویلي:« د کرنې ریاست کارکونکو که په سمه توګه خپل مسولیتونه تر سره نه کړل، ټول کارکونکي به تر ارزونې وروسته له دندو لرې شي.»
والي مهمند کټوازی وایي د کرنې او مالدارۍ ریاست« ژورو اصلاحاتو او ظرفیت لوړنې» ته اړتیا لري.
ښاغلي کټوازي د پنجشنبې په ورځ د کرنې او مالدارۍ ریاست څخه تر لیدنې وروسته ویلي چې د کرنې او مالدارۍ په ریاست کې ۱۲ تراکتورونه، د اوبو ټانکر او نور داسې کرنیز وسایل شته چې تراوسه ترې سمه استفاده نده شوې.
هغه د کرنې ریاست سرپرست او کارکونکو ته لارښونه کړې چې د یادو ټراکټورونو او وسایلو څخه د باغونو په جوړولو او کرنیزو ځمکو په جوړولو کې لازمه ګټه پورته کړي.
خوست والي د پروژې بڼ اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې د کرنې او مالدارۍ ریاست نور هم په دې برخه کې ناغیړي وکړي، نو دا بڼ به وچ شي.
د خوست د والي ویاند وایي د پروژې بڼ ته د هر اړخیز پاملرنې په اړه د کرنې ریاست کارکونکو ته د والي له خوا لارښونې شوې او دوی ته یې په مشخصو برخو کې دندې وسپارلې چې اړوندو برخو کې په عاجله توګه رسیدنه وکړي.
د خوست د کرنې او مالدارۍ له ریاست لیرې شوي رییس حفیظ الله شاه نوري تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.