خوست کې ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو کاري اعتصاب کړی

صبح کابل
خوست کې ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو کاري اعتصاب کړی

په خوست کې د لسګونو روغتیایي مرکزونو کارکوونکو کاري اعتصاب کړی دی.

اعتصاب کوونکي وایي په دې کار کې د خوست د مرکز او ولسوالیو د ۴۲ روغتیایي مرکزونو کارکوونکي شامل دي چې د یکشنبې په ورځ یې د اعتراض په بڼه د دغه ولایت د عامې روغتیا د ریاست دروازه هم تړلې ده.

دوی چې وایي شمیر یې ۵۰۰ کسانو پورې رسیږي له تېرو پینځو میاشتو را په دیخوا یې معاش نه دی ورکړل شوی.

دا کسان ټینګار کوي چې ترهغه به اعتصاب ته دوام ورکړي چې ستونزه یې نه وي حل شوې.

د خوست د عامې روغتیا رییس ډاکټر حبیب شاه انصاري هم وایي چې دغو کسانو د څلورو میاشتو معاش نه دی ورکړل شوی، خو هڅې روانې دي چې دا ستونزه یې حل شي.

ښاغلي انصاري صبح کابل ورځپاڼې ته وویل:« د څلورو میاشتو معاش نه دی ورکړل شوی، له اختر دوې ورځې وروسته د یوې میاشتې معاش ورکړل شو او د یوې میاشتې نور به څو ورځو کې ورکړل شي.»

نوموړی وایي د مالیې وزارت او عامې روغتیا وزارتونو ترمنځ په بودجه کې ستونزه وه چې معاشونه یې ځنډېدلي، خو دا یوازې د خوست ستونزه نه ده بلکې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې دا ستونزه موجوده ده او ژربه حل شي:« وزیر اطمنان راکړی چې دا ستوزه ژرحلیږي.»

د خوست د عامې روغتیا ریاست وایي ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي حق لري چې د خپل معاش غوښتنه وکړي او دولت هم د دوی معاش ورکوي، خو د تخنیکي ستونزو له امله ځنډیدلی دی.

 په خوست کې ډاکټرانو تردې وړاندې هم د معاشونو د ځنډیدو له امله شکایت کړی و او خبرداری یې ورکړی و چې که یې دا ستونزه حل نشي، نو په کاري اعتصاب به لاس پورې کړي.