په خوست کې د اوبو د تنظیم د دوو پروژو چارې بشپړې شوې. د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي په دې کې یوه د «اطمان چکدم » پروژه او بله د « لټک خان کلي» د غاړو د ټینګښت پروژه ده چې د اوبو چارو د تنظیم د ملي ادارې له خوا بشپړې شوې دي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي په خوست کې د اطمان چکدم پروژه د واورې او باران د اوبو راټولولو، موسمي سیلابونو د کنټرول او ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د پیاوړتیا په موخه پلې شوې ده.
دغه اداره وایي:« دا پروژه د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د سینکي په کلي کې تطبیق شوې چې د کرنیزوځمکو د خړوبولو زمینه برابره او ګڼې کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.»
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي بله پروژه د خوست ولایت په لټک خان کلي کې بشپړه شوې ده.
د دغې ادارې له خوا خپره شوې خبرپاڼه وایي:«دا پروژه د زراعتي ځمکو د خرابيدو څخه د مخنیوي په موخه د خوست ولايت مرکز په لټک خان کلي کې تطبيق شوې چې په تطبيق سره به کرنیزه ځمکه خړوبه او ګڼې کورنۍ د سیلابونو له خطره خوندي شي.»
دا په داسې حال کې ده چې په خوست کې تردې وړاندې د شيشته سیلبر د سواحلو پياوړتيا پروژه هم ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
دا پروژه هم د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې لخوا د خوست ولايت مندوزيو ولسوالۍ د حسن زيو په کلي کې د کرنیزو ځمکو او استوګنې سيمو د ویجاړېدو مخنیوي په موخه تطبيق شوې ده.
محلي مسوولین وایي د دې پروژې په تطبيق سره يې ۲۰ هکټاره زراعتي ځمکه او د استوګنې ۱۵ کورونه د سيلابونو له خطر څخه خوندي کړي دي.