د اوبولګولو د ۱۲۷ شبکو د جوړولو چارې پيل شوې

نجیب مایار
د اوبولګولو د ۱۲۷ شبکو د جوړولو چارې پيل شوې

په هېواد کې د اوبو لګولو د ۱۲۷ شبکې د رغولو چارې پیل شوې. د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي د اوبو لګولو دا شبکې په څوارلسو ولایتونو کې  جوړیږي.

د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو رییس او ویاند اکبر رستمي وایي دا شبکې په ننګرهار، کونړ، لغمان، بلخ، کاپیسا، هرات، پکتیا، تخار، سمنګان، بغلان، لوګر، پروان، کابل او کندز ولایتونو کې جوړیږي.

ښاغلی رستمي وایي:« د دغو شبکو په جوړېدو سره د  ۵۳ زره او ۷۰۷ هکټاره ځمکې د خړوبولو آسانتیا برابریږي.»

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي د دې شبکې په جوړېدو سره د شل سلنه نه نیولې تر دېرش سلنه د ځمکې لاندې اوبو د ضایع کیدو مخنیول کیږي او د کروندو له پاره ډېروالی مومي.

د کرنې وزارت د اطلاعاتو رییس وایي د دې شبکو د جوړولو له پاره  یو میلیارد او ۳۸۲ میلیونه او ۸۵۵ زره او ۹۸۳ افغانۍ په پام کې نیول شوې دي.

د دغه وزارت د مالوماتو له مخې دا پیسې د نړیوالوال بانک «WB»، آسیایي پراختیایي بانک «ADB» او «IFAD»له خوا ورکول کېږي.

د منظم اوبه خور نشتوالی په افغانستان کې د بزګرانو یوه لویه ستونزه ده چې له دې امله ډېرې اوبه ضایع کیږي او کروندو ته نه رسي.

د کرنې په وزارت کې مسوولین وایي د اوبولګولو د یادو شبکو په جوړېدو سره، د کرنیزو اوبو مدیریت ښه کېږي او په نتیجه کې به یې د کارموندنې او د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړه شي.

د افغانستان دولت وایي د اوبو مدیریت یې په مهمو برنامو کې راځي چې تراوسه یې په دې برخه کې ارزښتناک ګامونه اخیستي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي د اوبو لګولو پروژو په پلې کولو سره یې تېرکال په هېواد کې څه باند ۹۷ زره هکتاره ځمکه تر کرکیلې لاندې راوستې ده.