د کرنې وزارت ۳۴۴ میلیونه افغانۍ کرنیزپورونه منظورکړل

صبح کابل
د کرنې وزارت ۳۴۴ میلیونه افغانۍ کرنیزپورونه منظورکړل

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي د کرنیزو پورونو د منظورۍ کمیټې د غړو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو تر ورکولو وروسته د دغه پورونو ورکول منظورکړي دي.

په دغه غونډه کې چې د کرنې او مالدارۍ وزارت د تخنیکي مرستیال او پورونو د منظورۍ کمیټې د مشر شیرشاه امیري په مشرۍ جوړه شوې وه څلور بیلابیل پورونه منظور شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي لومړی پور د بامیانو ولایت ٢٩ کوپراټیفونو ته ومنل شو، ترڅو هغوی د بازار څخه توره او سپينه سره او د کچالو تخم وپېري او په څه باندې ٤٩١ بزګرانو یې ووېشي، تر څو هغوی خپل کرنيزو چارو ته وده ورکړي.

 دویم پور د وريجو د تولید او پروسس یوې کمپنۍ ته منل شوی تر څو بزګرانو څخه نا پروسس شوې وريجې وپېري او تر پروسس وروسته یې کورنیو بازارونو ته وړاندې کړي.

سرچینه وایي درېیم پور د اوړو یوې فابریکې ته منل شوی ترڅو له کروند ګرو څخه غنم وپېري او د کورني ګټه اخېستنې لپاره اوړه تولید کړي او څلورم پور د کارتن جوړونې یوې فابریکې ته ورکول کېږي، چې بېلابېل اومه (خام) توکي به پرې وپېري، ترڅو د کرنیزو توکو لپاره کارتنونه توليد کړي.

دا وزارت وایي د دغه پورونو له ډلې دوه یې چې د پور کچه یې له سل میلیون افغانیو لوړه ده د کرنې د پراختیا صندوق عالي شورا ته چې د کرنې وزیر یې مشري کوي وړاندې کیږي، ترڅو د دې شورا له خوا ومنل شي.

د کرنې د پراختیا صندوق  یو مالي دولتي غیر بانکي بنسټ دی، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په اډانه کې فعالیت کوي.

د افغانستان د کرنې د ودې او ښه کولو په موخه د مالي منځګړیو او پور ورکولو له لارې بزګرانو او سوداګرو ته پورونه ورکول د دغه صندوق سترې دندې دي.

یاد صندوق د خپل تاسیس له پیل تراوسه ۱۳ میلیارډه افغانۍ پور منظورکړی دی.

له دې خدمتونو  څخه په ۳۲ ولایتونو کې ۵۳زره او۷۸۲بزګران په مستقیم ډول برخمن شوي دي.