د کرنې وزارت په همکارۍ په خوست کې د ځڼغوزیو د پروسس او په کابل کې د ممیزو د پاکولو فابریکې جوړیږي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د سه شنبې په ورځ له دوو خصوصي شرکتونو سره په دې موخه دوه جلا تړونونه لاسلیک کړل.
د دغه تړونو له مخې د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې او «مرید فایق» شرکت له خوا په ګډه ۳،۲ میلیون ډالرو لګښت په کابل کې د ممیزو پاکولو یوه فابریکه جوړیږي.
د کرنې وزارت وایي د دې فابریکې په جوړولو کې د دغه وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژه چې د آسیایي پراختیایي بانک له خوا تمویلیږي یو میلیون ډالر بیلاعوضه مرسته کوي.
همدا راز په خوست کې د ځنغوزیو د پروسس فابریکې د جوړولو په برخه کې د کرنې وزارت او «رحماني ځدران» کرنیز شرکت ترمنځ هم یو تړون لاسلیک شو.
د دغه تړون له مخې د ۳۶۰ زره ډالره په پانګه په خوست کې د ځنغوزیو د پروسس یوه فابریکه جوړیږي چې ۱۸۰ زره ډالره یې د کرنې وزارت د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د ودۍ پروژې له خوا ورکول کیږي.
په افغانستان کې د آسیایي پراختیایي بانک مسوولین وایي د افغانستان د کرنې له سکتور سره د دغه بانک مرسته ۹۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.