روانه اونۍ کې ۱۱ زره  کرنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي

نجیب مایار
روانه اونۍ کې ۱۱ زره  کرنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي

په روانه اونۍ کې به په هېواد کې زرګونه کرنیزې پروژې پرانیستل شي. دا پروژې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنيزو محصولاتو مديريت پروژې په اډانه کې د هېواد په څلور دیرشو ولایتونو کې بشپړې شوې دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي په پام کې په همدې اونۍ کې د سل ورځې او سل زیرې برنامې په لړ کې د ۱۱ زرو په شاوخوا کې کرنیزې پروژې چې کارونه یې بشپړ شوي پرانیستل شي. دا اونۍ د کرنې د اونۍ په نامه نومول شوې ده.

په دې پروژو کې شاوخوا ۷۸۵۲ پروژې د افغانستان حکومت او نورې یې د آسیایي پراختیایي بانک له خوا پلې شوې دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي صبح کابل ورځپاڼې ته وویل: د حکومت له خوا په پلو شویو پروژو کې د پیازو او کچالیو زیرمتونونه، د مڼو او انارو صفر انرژي سړې خونې، ممیزخونې او د میوې وچوونکې دستګاوې شاملې دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د مالوماتو له مخې د بشپړو شویو پروژو له ډلې یې په یو اعشاریه پینځه میلیارده افغانۍ  ۳۴۸۹ د پیازو زېرمتونونه او په  یو اعشاریه څلور میلیارده افغانیو بودجې سره ۲۷۷۵ د کچالیو زېرمتونونه جوړ شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي د دې پروژو موخه داده چې په بازار کې د دغه محصولاتو بیه ثابته وساتي او له بزګرانو سره اقتصادي همکاري او ملاتړ وشي.

دا زیرمتونه ډیر په هغو ولایتونو کې جوړ شوي چې هلته ډېر بزګران پیاز او کچالو کري او کولای شي د لس زره ټنه پیازو او کچالو د خوسا کېدو مخه ونیسي.

د دغه پروژو له ډلې چې په پام کې ده په روانه اونۍ کې پرانیستل شي ۴۷۵ د مڼو او انارو صفر انرژۍ سړې خونې دي.

دا سړې خونې د ۲۵ ټنه میوې د ساتنې ظرفیت لري چې په یو اعشاریه دوه میلیارده افغانۍ لګښت بشپړې شوې دي.

 دا سړې خونې به د ۱۲ زره ټنه  مڼو او انارو د خوسا کېدو مخه ونیسي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي په بشپړو شویو پروژو کې ۱۱۱۳ د میوې وچوونکې دستګاوې دي چې پر بزګرانو ویشل شوې او هره یوه له پنځوس کیلو ګرامو نیولې تر ۷۵ کیلو ګرامه میوې د وچولو ظرفیت لري  چې په چمتو کولو یې د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا ۱۵۸ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

ښاغلی رستمي وایي پر دې سربیره په همدې اونۍ کې به په هېواد کې د ۴۵۰۸ کرنیزو پروژو کارونه هم پیل شي.

 په دې کې د پیازو او کچالیو زیرمتونونه، ممیز خونې او د میوې وچوونکې دستګاوې شاملې دي چې په څلور دېرشو ولایتونو کې به د خلکو په همکارۍ تطبیق شي.

په دې پروژو ټوله یو میلیارد او ۳۸۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې شپیته سلنه یې د کرنې او مالدارۍ وزارت او څلویښت سلنه نور یې د بزګرانو له خوا ورکول کیږي.

 د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي د دې پروژو موخه د وارداتو کمول، د صادراتو ډېروالی او له خپلې اړتیا څخه د ډیرو کرنیزو توکو د فاسدیدو مخنیوی دی.