د فواید عامې وزارت : د کابل ـ کندهار لویه لاره به ورغول شي

صبح کابل
د فواید عامې وزارت : د کابل ـ کندهار لویه لاره به ورغول شي

د افغانستان د فواید عامې وزارت په پام کې لري چې د کابل ـ کندهار لویه لاره ترمیم او بیا ورغوي. د فواید عامې وزارت د سه شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کابل ـ کندهار د لویې لارې د ترمیم او بیارغونې د سروې او ډېزاین چارې دوام لري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سړکونو او پلونو په ساتنه کې ټول خلک باید همکاري وکړي او دا د ټولو دیني مسولیت دی. خبرپاڼې ویلي دي:« سړکونه، پلونه، پلچکونه ملي پانګه ده او باید هرڅوک یې ساتنه وکړی.»

د کابل ـ کندهار لویه لاره د هېواد په لویو لارو کې ده چې د هېواد لویدیځ، سویلي او یو شمېر مرکزي او سویل ختیځ ولایتونه له پلازمېنې او د هېواد له شمال سره نښلوي.

له تېرو څو کلونو را په دیخوا د چاودنو، نښتو او درانه وزن موټرو د تګ راتګ له امله یې ډېره برخه ورانه شوې ده.

د فواید عامې وزارت له هغه وروسته دا بیان خپور کړی دی چې د  میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې یو شمېر ځوانانو په خپلو شخصي امکاناتو د سړک ورانې شوې سیمې جوړې کړې دي.

د فواید عامې وزارت د دغو کسانو دا کار ستایلی دی. د فواید عامې وزارت په داسې حال کې د دغه لارې د ترمیم خبره کړې چې په همدې لاره ترټولو لوی پل  چې د کابل په کمپنۍ سیمه کې د سیلابونو له امله وران شوی و لاهم نه دی جوړشوی.