د پکتیا د استیناف څارنوالۍ د جزا او تعقیب برخې مسول څارنوال محمد حسن یارپه ګردیزښار د لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې په ډزو وژل شوی دی. د پکتیا والي محمد حلیم فدایي وایي د پکتیا د استیناف څارنوالی څارنوال حسنیار د جمعې په شپه وژل شوی دی.
ښاغلي فدایي صبح کابل ورځپاڼې ته وویل: « شهید حسنیار د پکتیا د مرکز ګردیز ښار په خطابه سیمه کې په خپل کورکې د شپې په ۱۱:۰۰ بجو د ترهګرو له خوا په شهادت رسیدلی دی.»
هغه وایي کشفي او امنیتي ارګانونه هڅه کوي د حسنیار د قتل عاملین پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.
په ورته وخت کې د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد لعل امیري وایي څارنوالۍ د خپل کور په دروازه کې په ډزو وژل شوی دی.
امیري صبح کابل ته وویل:« بریدګر دوه کسان وو چې د شپې په لسو بجو یې کورته ورغلي یوبام ته ختلی او بل دروازه ورټکولې ده چې کله څارنوال راوتلی له بام څخه یې پرې ډزې کړې دي.»
محمد حسنیار د پکتیا په استیناف څارنوالۍ کې د جزا او تعقیب څانګې مسول چې د پکتیا د ګرمښۍ اصلي اوسیدونکی و او اوس د ګردیزـ زرمت په سړک د خطابې په کلي کې اوسېده.
تراوسه د دغه وژنې مسوولیت چاپرغاړه نه دی اخیستی، خو دا ډول وژنې ډېرې طالبان کوي.