د هېواد وتلی لرغونپوه پوهاند محمد رسول باوري وفات شو.نوموړی د کابل پوهنتون استادۍ او د لرغونپوهنې په ډګر کې د يو مسلکي کادر ترڅنګ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین او سرپرست هم پاتې شوی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي پوهاند باوري د ورپیښې ناروغۍ له امله د شنبې په شپه( غبرګولي ۲۱ـ ۲۲ م) په کابل کې مړ شوی دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا خپور شوي پیغام کې له دې امله د هغه کورنۍ، کابل پوهنتون او ټولې علمي ټولنې ته تسلیت ویل شوی دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي:« ارواښاد باوري خپل ډېر عمر د علمي څیړنو او په تېره بیا د تاریخ او لرغون پېژندنې په برخه کې څیړنیزو کارونو ته وقف کړی و او په دې برخه کې یې ګڼ محصلین وروزل.»
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي باوري په دغه وزات کې د هنر او فرهنګ د معین په توګه په بریا سره خپله دنده اجرا کړه او د هنر او فرهنګ د ودې په موخه یې اغیزناک نوښتونه وکړل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهیر زهیر په دې اړه وایي:«هغه د فرهنګ او هنر د غوړېدا په برخه کې ډېرې هیلې درلودې چې متاسفانه مرګ ترې دا فرصت واخیست.»
پوهاند رسول باوري چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کلتور او هنر معین و د روان کال د غویې د میاشتې په شلمه نیټه له دندې ګوښه او پرځای یې هارون حکیمي په دغه دنده وګومارل شو.
د حکیمي د پیژندنې په غونډه کې پوهاند باوري هیله وښوده چې د ښاغلي حکیمي له ټاکل کېدو سره به په دې برخه کې لوړ ګامونه واخیستل شي.
ارواښاد باوري د ۱۳۹۵ ل کال د مرغومي په ۲۸ مه نیټه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي معین په توګه ټاکل شوی و.
نوموړی په دې موده کې د یوه لنډ وخت له پاره له هغه وروسته چې عبدالباري جهاني د وزارت له دندې استعفا ورکړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست په توګه هم پاتې شوی دی.
لنډه پيژندنده:
محمد رسول باوري د ۱۳۳۶ ل کال د ارزګان په دهراوت ولسوالۍ کې زږیدلی و.
ارواښاد باوري له ۱۳۴۲ ل تر ۱۳۵۴ ل پورې ښوونځي دوره بشپړه کړې، بیا یې په (۱۳۵۴ – ۱۳۵۸ ) کې د کابل پوهنتون د تاریخ په څانګه کې د لیسانس تر کچې زده کړې وکړې او له ۱۳۶۲ تر ۱۳۶۴ل پورې د کابل له پوهنتون د تاریخ په څانګه کې ماسټري دورې زده کړې بشپړې کړې دي.
ارواښاد باوري په ۱۳۷۷ل کال کې له خپلې کورنۍ سره هالند ته کډوال شوی و.
پوهاند باوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي معین او سرپرست، د کابل پوهنتون د لرغون پیژندنې څانګې د استاد، د خوست د شیخ زاید پوهنتون د رییس، د پوهنې وزارت د نصاب ادارې د تاریخ د څانګې د رییس او د هالند د ګروننګین دولتي پوهنتون د استاد په توګه دنده سرته رسولې ده.
د لرغون پیژندنې دغه استاد په همدې برخه کې له شلو ډېر لیکلي تاریخي آثار الو له ۳۰۰ ډېرې مقالې لیکلې او خپرې شوې دي.
له ارواښاد باوري څخه دوه زامن او یوه لور پاتي دي.