د قومونو د انسجام کمیسیون په کارپيل وکړ

صبح کابل
د قومونو د انسجام کمیسیون په کارپيل وکړ

د افغانستان د قومونو د انسجام کمېسیون پرانیستل شو. دغه کمیسیون د جمهور رییس محمد اشرف غني په حکم  جوړ شوی دی. دا کمیسیون چې اوس یې مشري د جمهور رییس سلاکار اسدالله وفا پرغاړه لري د یکشنبې په ورځ د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په نوښت پرانیستل شو.

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي وویل د دغه کمیسیون د جوړولو موخه داده چې د سولې په پروسه کې حکومت ته مشوره ورکړي او د حکومت تصمیمونه له خلکو سره شریکې او سیمه ییزې او قومي ستونزې حل کړي.

ښاغلي کټوازي د دغه کمیسیون د پرانیستلو په مراسمو کې وویل جمهور رییس اړتیا ته په پام دا پرېکړه کړې چې په هېوادنیو ملي مسایلو کې د قومونو د نظرپه پام کې نیولو سره دا کمیسیون جوړ کړي.

هغه وویل:« جمهور رییس د هېواد روان وضعیت ته په بشپړ دقت سره، دا هوډ وکړ، چې له مرکز سره د ټولو ولایتونو او محلاتو د لا ښه نښلولو اود ملي، ټولنیزو او سراسري مسائلو د ښه او اغېزناک حل په چارو کې د  وطنپالو مشرانو، د غوره تجربو او پوهې د استفادې په موخه، د دغه کمیسیون د جوړېدلو حکم صادر کړی دی.»

په ورته وخت کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم د قومونو د انسجام کمیسیون جوړول یوه جدي اړتیا وبلله او هیله یې وښوده چې دا کمیسیون وکولای شي په ملي او محلي مسایلو کې د قومونو د لیدلورو په ترلاسه کولو سره ښې لاس ته راوړنې ولري.

د قومونو د انسجام کمیسیون یو رییس، دوه مرستیالان، د دارالانشا غړي او د ولایتي کمیټو غړي لري.

د قومونو د انسجام کمیسیون په داسې حال کې پرانیستل کیږي چې د ملي مصالحې عالي شورا او د سولې په چارو کې د دولت وزارت فعالیت کوي.