محب: د ملکي مرګ ژوبلې د وېرې مو ۲۰۰۰ پوځي عملیات لغوه کړي

صبح کابل
محب: د ملکي مرګ ژوبلې د وېرې مو ۲۰۰۰ پوځي عملیات لغوه کړي

د افغانستان دولت وایي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو  په یوازې ځان سره د طالبانو پروړاندې جګړه ښه پرمخ یووړه چې د ډېرو  نورو « ښو،ښو» ورته وس ونه رسېد.

 د ولسمشر غنی د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تهجیزاتو په نندارتون کې خبریالانو ته وویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د حکومت د بل هر ارګان په پرته د خلکو ډېر ملاتړ لري او لامل یې دادی چې دوی د خلکو د ژوند او مال د ساتنې په موخه قرباني ورکړې او لاهم دا قرباني ورکوي.

ښاغلي محب وویل:« سرتیري زموږ رښتیني خادمان او د نظام او خلکو ساتونکي دي چې باید له دوی او د دوی له کورنیو منندوی واوسو.»

هغه وویل دا قرباني ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ورکړې او په دوی کې توپيرنشته:« موږ له داسې دښمن سره جګړه کوو چې هرځای مو د جګړې لومړۍ کرښه ده، سړک، ښوونځی، جومات، کوڅه او هرځای کې پولیس په لومړۍ کرښه کې دي.»

د ولسمشر سلاکار وویل چې طالبان د جګړې هیڅ اصل ته ژمن نه دي او موخه یې داده چې د افغانستان خلک په دوامداره توګه وځورول شي، ترڅو د دوی د بادارانو شومې موخې ترلاسه شي.

محب وویل:« طالبان چې هرڅوک وینې، ښځه، ماشوم او هرڅوک د دښمن فکر ورته کوي او دوی فکر کوي چې د هرچا وژل ورته روا دي، سرتیرو ته په داسې حال کې سخته ده ځکه هم باید جګړه وکړي او هم د خلکو ژوند وساتي.»

د دولت دغه لوړ پوړي چارواکي زیاته کړه چې د خلکو د ژوند د ساتنې په موخه ډېرکله دوی په خپلو پلانونو کې بدلون راولي. هغه وویل یوازې تېرکال امنیتي او دفاعي ځواکونو هغه ۲۰۰۰ پوځي عملیات ونه کړل چې په هغه کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې وېره وه.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وویل چې طالبان د خلکو له کورونو استفاده کوي اوکه ښکاره سنګر او یا ځای ولري ډېر ژر به مات شي.

هغه یوځل بیا روانه جګړه ناروا وبلله او زیاته یې کړه چې د ټولې اسلامي نړۍ عالمان روانه جګړه انسان وژنه او مسلمان وژنه بولي، خو له یوه هېواد پرته چې هغه د همدې جګړې ترشاه دی.

محب وویل:« یوازې د یوه هېواد دیني عالمان دې جګړې ته ناروا نه وایي، همدا هېواد د دې جګړې ترشاه دی او طالبان یې مخ ته وړي، خو امنیتي او دفاعي سرتیري ستاسو دفاع کوي.»

دغه لوړ پوړي حکومتي چارواکي له خلکو وغوښتل چې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي او په رښتیني توګه د دوی قربانیو ته درناوی وکړي.