په هېواد کې ۳۰۰ کسان تازه په کرونا ویروس اخته شوي دي. د عامې روغتیا وزارت وایي په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې په کرونا ویروس لس کسان مړه شوي او ۵۸ نور تر رغېدو وروسته له روغتون رخصت شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د جمعې پر ورځ( د غویي ۱۷مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۳۰۰ مثبت پیښې ثبت شوې دي.
دغه وزارت وایي دا پیښې په کابل، هرات، ننګرهار، کندهار، بلخ، بغلان ، تخار، پکتیا، پروان، میدان وردګ، بدخشان، لوګر، بادغیس، کونړ، لغمان، غور، خوست ، فراه، پکتیکا او سمنګان ولایتونو کې ثبت شوې دي.
په دې سره په هېواد کې په کرونا ویروس د ټولو اخته کسانو شمېر ۶۱۷۵۵ ته رسیږي.
د عامې روغتیاوزارت د مالوماتو له مخې په دې موده کې د کرونا ویروس لس ناروغان مړه شوي چې له دې امله د مړوشویو کسانو شمېر ۲۶۸۳ ته رسیږي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د ثبت شویو مثبتو پیښو له مخې په کابل کې ترټولو ډېرې پیښې چې ۷۲ دي ثبت شوې او له دې امله په دغه ولایت کې ۷ کسان مړه شوي دي.
په افغانستان کې تراوسه د کووید ۱۹ له ناروغۍ ټول ۵۴۰۱۹ کسان روغ شوي دي.