د کورنیو چارو وزارت: خلک باید په دوو میاشتو کې خپل موټر سایکلونه ثبت کړي

صبح کابل
د کورنیو چارو وزارت: خلک باید په دوو میاشتو کې خپل موټر سایکلونه ثبت کړي

د کورنیو چارو وزارت د موټرسایکلونو خاوندانو ته خبرداری ورکړی چې تر شپیتو ورځو پورې خپل بې اسناده موټرسایکلونه د ترافیکو په مدیریتونو کې ثبت  او سند ترلاسه کړي له دې پرته به ضبط شي.

د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې خلک دې د بې سنده موټرسایکلونو له ګرځولو، پیراو پلور او په ښارونو کې په یوه موټر سایکل په یوه وخت کې د دوو کسانو له سپرېدو ډډه وکړي.

اعلامیه وایي چې ټول موټر سایکلونه باید  د ترافیکو په مدیریتونو کې ثبت او قانوني اسناد واخلي  او ټولې ادارې او حقیقي اشخاص مکلف دي چې په دې موده کې د ترافکو مدیریت ته مراجعه وکړي چې تربایو متریک او نورو پړاوونو وروسته د خپلو موټر سایکلونو له پاره سند او جوازسیر ترلاسه کړي.

دا اعلامیه وایي یوازې هغو ورزشي موټرسایکلونو ته جواز سیر ورکول کیږي چې د سپورت او بدنې روزنې د ملي کمیټې له خوا یې رسمي غوښتنه شوي وي، نورو نویو وارد شویو او غرنیو موټر سایکلونو ته سند نه ورکول کیږي.

د کورنیو چارو وزارت دغه راز وایي هغه موټرسایکل یوازې په هماغه ښار کې د ګرځیدو جواز لري چې هلته یې جواز سیر ترلاسه کړی وي او په بل ولایت کې یې ګرځول منع دي.

دا وزارت وایي دا پرېکړه د ترهګریزو پیښو د مخنیوي او امنیت د ټینګښت په موخه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت وایي په کابل او ولایتونو کې د موټرسایکلونو پر ګرځونې دا بندیزونه د کورنیو چارو وزارت او د هماغه ولایت د نظامي شوراګانو په پرېکړې پورې اړه لري.

د کورنیو چارو وزارت دا پرېکړه له هغه وروسته جدي حالت غوره کوي چې ویل کیږي په کابل ښار کې ډیرو هدفي وژنو کې له موټر سایکل څخه کار اخیستل کیږي.

د وزارت دا پرېکړه وایي:«  کله چې د موټرسایکل په وسیله ترورېستي پېښې او یا هم جنايي جرمونه کېږي، نو مسوولیت به یې هغه شخص ته متوجه وي چې نمبر پلېټ او جواز سیر یې په نامه صادر شوی وي.»

د کورنیوچارو وزارت له دې پرېکړې هغه موټر سایکلونه بهر دي چې د خصوصي سکتور له خوا د رستورانتونو او نورو انلاین بازارونو او پلورنې خدمات وړاندې کوي.

اعلامیه وایي دا خدمات د کورنیو چارو وزارت تر تشخیص وروسته خدمات وړاندې کولای شي او د ولایتونو د پوځي شوراګانو له پرېکړې مستثنا دي.