د پاکستان له پاره د افغانستان ځانګړي استازي محمدعمرداودزی وایي د افغانستان اساسي قانون د سیاسي بندیانو د ساتلو اجازه نه ورکوي او جمهور رییس اشرف غني باید دا بندیان خوشي کړي.
د جمهوررییس ځانګړي استازي په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې ټول هغه بندیان چې د بند موده یې بشپړه شوې باید د حکومت له خوا خوشي کړي ترڅو د سولې په اړه په یو او بل باور زیات شي.
ښاغلي داوودزي وویل:« له جمهوررییس غواړم چې دا بندیان خوشي کړي چې باور زیات شي، داسې وخت ته باید انتظار ونه ایستل شي چې امریکا او طالبان بیا سره کینې موافقه وکړي او بیا راشي چې اوس دا بندیان خوشي کړئ موږ سلا پرې کړې ده.»
د جمهورریس دغه استازي له طالبانو هم وغوښتل چې ورسره بندي کسان خوشي کړي ترڅو د باور کچه لوړه شي او د سولې په برخه کې ستونزې حل شي.
داودزي له دواړو لورو وغوښتل چې په سوله پورې هیڅ شرط نه تړل شي، سوله باید همه شموله وي او تلپاتې سوله .
نوموړي له طالبانو هم وغوښتل چې د روژې مبارکې میاشتې ته په درناوي سره بندیان خوشي کړي.
د داوودزي په وینا طالبانو هم داسې کسان او قومي مشران نیولي چې بېګنا دي او که دواړه لوري بندیان خوشي کړي دا به مو سولې ته ورنیژدې کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د خلاصون شورا سید اکبرآغا وایي له حکومت سره ځینې داسې کسان بندیان دي چې حکومت د طالبانو په نامه نیولي، خو طالبان وایي د دوی کسان نه دي او په لیست کې یې نشته. نوموړی وایي دا بندیان باید خوشي شي ځکه بې برخلیکه پاتې دي.
د خلاصون شورا رییس وویل:« جمهوررییس وایي دی ملت ټاکلی، نو سوله خو هم د ملت غوښتنه ده او باید په دې برخه کې ملت ته حق ورکړي او ملت د دریمګړي حق ادا کړي.»
سیداکبرآغا وویل چې د استانبول ناسته به ځنډیږي او که له طالبانو پرته جوړیږي، نو نیمګړې به وي.
هغه وايي دواړه لوري باید د بهرنیانو په وتلو هوکړه وکړي ځکه بهرنیان د جګړې لامل دي او همدا جګړه یې راوړې ده.