طالبان وایي د روان وضعیت څخه د وتلو له پاره له امریکا سره د دوی د شوې هوکړې عملي کول یواځینی چانس دی.
طالبانو په یوه خپره کړې لیکنه کې ویلي چې له دغه چانس څخه د استفادې له پاره اړینه ده چې د طالبانو پاتې بندیان خوشي، له تورلیست څخه د دوی غړي وایستل شي او له امریکا سره د شوې هوکړې پاتې برخې عملي شي.
په دې لیکنه کې چې ویل شوي د طالبانو له خوا خپره شوې ویل شوي چې طالبان غواړي روانه غمیزه پای ته ورسیږي.
دا لیکنه چې نن یکشنبه د طالبانو د قطر د دفتر له خوا د دغې ډلې د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په نامه خپره شوې له امریکا سره کړې هوکړه د بیلګې په توګه یادوي او وایي چې دغې هوکړې ښه فرصتونه رامنځ ته کړل.
ملا برادر لیکلي چې د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره په افغانستان کې ټول خلک د یوه « واقعي اسلامي نظام» غوښتونکي دي او په دې برخه کې هیڅ اختلاف نشته.
د طالبانو د سیاسي مرستیال په لیکنه کې راغلي:« خلک داسې مقتدر اسلامي نظام غواړي چې هم له بهرنیو یرغلونو او لاسوهنو څخه د افغانستان دفاع وکړای شي او هم نړیوال د افغانستان له سوله ییزتوب نه مطمئن کړي.»
طالبانو په دغه لیک کې ویلي :« په افغانستان کې د اسلامي نظام ټینګښت بیا هم د افغانانو په داخلي قربانیو، خود ګذريو او یو بل منلو پوري اړه لري؛ ځکه چې د تفرق، جنګ او مقابلې په صورت کې مثبت پرمختګ ناشونی دی.»
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند محمد نعیم له خوا په دغه خپاره شوي لیک کې راغلي:« لکه څومره چې د یو مستحکم اسلامي نظام ټینګښت افغانانو ته اړین دی هغومره نړیوال ورته ضرورت لري. د متحده ایالاتو په شمول نړیوالوته تر یوه بیواکه، غیرمتمرکز او فاسد نظام نه، ځواکمن ، متحد او له فساده خلاص افغانستان ګټور دی.»
ملا برادر ویلي چې د نړیوالو ځواکونو وروسته په افغانستان کې رامنځ ته کیدونکی نظام په بین الافغاني مذاکراتو پورې اړه لري او مخکې له مخکې باید په اټکلونو سره فرصت له لاسه ورنه کړل شي.
طالبانو په دغه لیک کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانان پریږدي خپل برخلیک په خپله وټاکي:«افغانان له هغو نظامونو څخه ډیرې بدې خاطرې لري کوم چې له بهره ورباندې تپل شوي دي.»
طالب مشر ملا برادر لیکلی چې هیچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پروړاندې وکاروي او نه به چاته اجازه ورکړي چې د افغانستان په چارو کې مداخله وکړي.
خو نوموړي ټینګار کړی چې ټولې هغه هڅې ستایې او هرکلی یې کوي چې په واقعي ډول د هېواد ستونزو، بې ثباتۍ او بې نظمۍ ته د پای ټکی کېږدي او هر هغه څوک چې په دې لار کې مرسته او همکاري کوي په وینا یې باید د افغاني ټولنې ځمکني حقایق په نظر کې ونیسي.
طالبانو ویلي دوی ژمن دي چې له نورو اړخونو سره د متقابل احترام په فضا کې پرمخ لاړشي او د یوه داسې سیاسي نظام په اړه هوکړې ته ورسیږي چې د ټولو افغانانو غږ په کې اورېدل شوی وي.
ملا برادر د ښځو د حقونو او بیان آزادۍ په اړه لیکلي:« په راتلونکي افغانستان کې مونږ د اسلام د مبارک دین د اساساتو او د افغاني ټولنې د پسندیده عنعناتو په رڼا کې د خپل هیواد د ټولو نارینه او ښځینه اتباعو ټولو حقونو ته لکه د بیان آزادي ، ښونه اوروزنه، کارکول او… ځان ژمن ګڼو. دا چې زموږ ټولنه یوه اسلامي او افغاني ټولنه ده، نو د ښځو د تعلیم او کار لپاره به مناسب چاپيریال او تسهیلات برابرېږي، تر څو هغوی په ډاډ سره خپلې چارې مخ ته یوسي.»
دغه طالب مشر ملي سوداګرو، ځوانانو ، متخصینو او کارپوهانو ته په خطاب کې ویلي چې هېواد ورته اړتیا لري او راتلونکی نظام به تاسو ته د خدمت فرصت برابروي.
ملا برادر لیکلي په راتلونکي نظام کې به د اقلیتونو په شمول د ټولو هېوادوالو حقوق خوندي وي، په دې اړه باید له چا سره اندېښنه نه وي.
هغه نړیوالو موسسو او سفارتونو ته هم د دوی د کارمندانو د امنیت د ساتلو ټټر وهلی دی.