هبت الله: طالبان په جګړه کې د نیول شویو وسایطو او تاسیساتو د ویجاړولو حق نلري

صبح کابل
هبت الله: طالبان په جګړه کې د نیول شویو وسایطو او تاسیساتو د ویجاړولو حق نلري

د طالبانو رهبر وایي له هیچا سره دښمني نه غواړي او  که ټول لوري د «سوچه اسلامي نظام» جوړېدل ومني، نو د ټولو حقونه او مشروع غوښتنې به ومنل شي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله د لوی اختر په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې له پوځي بریاوو سره سره یې د ټولو پرمخ غیږه خلاصه ده او د سیاسي حل لارې جدي پلوی دی.

ملاهبت الله په خپل پیغام کې ویلي:« قوي مذاکراتي ټيم مو مؤظف کړی دی، له خپله لوري د خبرو اترو د لارې د مسئلې حل ته ژمن یو، خو متأسفانه چې مقابل جهتونه لا هم وخت ضایع کوي، پیغام مو دادی چې پر بهرنیانو د اتکا پرځای راځئ چې خپلې ستونزې پخپله حل کړو او هېواد له فعلي وضعیت څخه وژغورو.»

هغه وایي له هېواده د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل او ژمنو په چوکاټ کې پیاوړې دپلوماتیکي، اقتصادي او سیاسي اړیکي غواړي او ټولې نړۍ ته ډاډ ورکوي چې هیچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو امنیت له پاره ګواښ پېښ کړي.

 د طالبانو مشر وایي یو شمېر کړیو ته چې د پاڅونونو په نامه خلک جګړې دوام ته هڅوي مو پیغام دادی چې له تېرو تجربو زده کړه وکړي:« کله چې دوی د لس ګونو زرو بهرنیو ملاتړو قواوو، الوتکو او پرمختللو وسلو او وسائلو سره څه ونشو کولای، په تنهايي سره هم هيڅ نشي کولای، ان شاءالله،  نو ښه داده چې د دغسې ناوړه حرکاتو څخه لاس واخلي او د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره همکاره شي.»

دغه پیغام کې د قومي مشرانو رول هم ستایل شوی دی چې په وینا یې د دوی او سرتیرو ترمنځ یې منځګړیتوب کړی دی او ټینګار کوي چې دوی د اسلام د احکامو او د هیواد د ملي منافعو په چوکاټ کې د بیان آزادۍ ته متعهد دي:« ژورنالیستان دې د دغو دوه مهمو ټکو په نظر کې نیولو او د ژورنالیزم د اصولو په مراعاتولو سره خپل فعالیت کوي.»

مولوي هبت الله وایي هیڅوک دې د طالبانو له وېرې له هېواده نه وځي او د نظام په جوړولو کې دې برخه واخلي.

د هغه د اختر په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې راغلي:« ټول با استعداده او مسلکي اقشار، پوهان، استاذان، ډاکټران، ساینس پوهان، انجینران او تعلیم یافته کدرونه، ملي تجاران او سرمایه ګذران دې بشپړ ډاډ ولري چې دوی ته هيڅ زیان نه رسیږي، زموږ هیواد د دوی استعدادونو، لارښونې او کار ته ډيره اړتیا لري، راتلونکی نظام به دوی ته د قدر په سترګه ګوري، همدا راز هېوادوال باید له هیواد څخه د وتلو هڅه ونه کړي، د اسلامي نظام په جوړیدو کې به ټول ونډه اخلو اوله همدې لارې به خپل ویجاړ هیواد بیرته ودانوو، اسلامي امارت په دې اړه ټولو ته ډاډ ورکوي.»

د طالبانو مشر په دغه پیغام کې خپلو کسانو ته سپارښتنه کړې چې په جګړه کې نیول شوې شوبلې، موټر او وسلې د ملت مال دی او باید ساتنه یې وشي.

هغه همدا راز د دولتي تاسیاتو او ودانیو او نورو حکومتي ادارو کې د شته اسناد د خوندي ساتلو لارښوونه کړې ده.

د طالبانو د مشر دا پیغام داسې وخت کې خپریږي چې د محلي مسوولینو په وینا په ځینو سیمو کې طالبانو یو شمېر دولتي ودانۍ په بمونو نړولې او ځینې یې چور شوې دي.